د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د جنوبي اسیا هېوادونو د انرژۍ په برخه کې په همکارۍ موافقه وکړه


د جنوبي اسیا د هېوادونو مشرانوپه نیپال کې د سارک په وروستۍ سرمشریزه کې په خپلوکې د انرژۍ په برخه کې په همکارۍ موافقه وکړه.

خو په دې سرمشریزه کې چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالي تر سیورې لاندې وه، د سیمه ائیزې همکارۍ په اړه کم پرمختګ شوی دی.

د نیپال صدراعظم وايي، په دې هېواد کې د جنوبي اسیا د سیمه ائیزې همکارۍ یا سارک ټولنې په وروستۍ سرمشریزه کې د سیمه ائیزې همکارۍ په برخه کې ډیرکم پرمختګ شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د نیپال د صدراعظم سوشیل کویرالا په حواله ویلي چې د سیمې مشران باید د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره سیاسي اراده پیدا کړي.

کتونکي د سارک د سرمشریزې د نه کامیابیدو اصلي علت د هند او پاکستان ترمنځ بې اعتمادی ګڼي.

د سارک د سرمشریزې په حاشیه کې د هند صدراعظم پرته له خپل پاکستاني سیال نوازشریف څخه نورد ټولوګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره جلا دوه اړخیزه غونډې وکړې.

د سارک د سږني کال سرمشریزه په داسې حال کې پرته له پام وړ نتیجې پای ته ورسیده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیرپه سرحدې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او نړېوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا هند او پاکستان د سیمې اوسنیو او راتلونکو حالاتو ته په پام سره په افغانستان او کشمیر کې د خپل نفوذ لپاره د پراخه سیالي کوي.

هند په تیره اګسټ میاشت کې وروسته ترهغې له پاکستان سره خبرې اترې بندې کړې چې د پاکستان د حکومت استازي له کشمیري بیلتون غوښتونکو سره کتنه وکړه.

د کټمنډو د څیړنیز مرکزمشر لوک راج بارال فرانس پریس ته ویلي که له تروریزم سره د مبارزې مساله وي او که سوداګري تر څو خبرې عملي جامه ونه لري، د سرمشریزو جوړیدل څه خاصه ګټه نه لري.

افغانستان، پاکستان، سریلنکا، بوټان، هند، مادلیف، نیپال او بنګله دیش د سارک ټولنې غړي دي.

XS
SM
MD
LG