د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.
که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
په تیرو دوو اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یي په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.
د دغه پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې په دغه حمله کې یې ډېر شمېربهرنیان وژلي دي.
پخواني:
د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې انتحاري حمله شوې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې دا یوه انتحاري حمله ده.
که څه هم امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وايي چې په دې حمله کې څلورملکيان وژل شوي او یو شمېرنور ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په وینا دا حمله د بهرنیانو په یوه موټرشوې خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
په تیرو دوه اونیو کې دا په کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو نهمه پیښه ده چې څلور یې په نهمې امنیتي حوزې پورې په مربوطو سیمو کې شوي دي.