د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

"افغانان اپوزیسیون ته نه بلکې له یو بل سره همکارۍ ته اړتیا لري"


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي د نوي حکومت پر وړاندې د یو ځواکمن اپوزیسیون د جوړولو هڅې کوي. خو له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې حامد کرزي دا اوازې رد کړي.

نوې ولسمشر ته د واک تر انتقال وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ښاغلي کرزي وویل؛ افغانان دا مهال اپوزیسیون ته نه بلکې له یو بل سره همکارۍ ته اړتیا لري او نوموړی د دا ډول یو اقدام بشپړ مخالف دی.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د شتو ستونزو د هواري لپاره د افغانانو تر منځ زیات مشترک کار ته اړتیا ده:

”نه، داسې خبره نه ده. نه یوازې دا چې زه اپوزیسیون نه جوړوم؛ بلکې د داسې حرکتونو مخالف یم. افغانستان اپوزیسیون ته ضروت نه لري. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کار؛ هڅو او کوشش ته اړتیا لري؛ څو ټول په ګډه دا وطن خپل منزل ته چې سوله او ابادي ده ورسوو.

نو زه نه یوازې دا چې اپوزیسیون نه جوړوم بلکې نور ته هم سپارښتنه کوم چې سیاسي اختلافات پریږدئ؛ بلکې ټول باید په همکارۍ دا خاوره اباده کړو.“

ښاغلي کرزي همدارنګه وویل، افغانستان د امریکا او پاکستان د اهدافو قرباني شو؛ خو نوموړي په دې هیواد کې د سولې د هڅو د بریالتوب لپاره هم هیله مندي وښوده.

نوموړي زیاته کړه، یو شمیر ځانګړې ډلې ټروریزم خپلو اهدافو ته د رسیدو د یوې وسیلې په توګه کاروي او دې وسلې له افغانانو درنه قرباني واخیسته.

XS
SM
MD
LG