د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د کابینې په اړه د ولسمشر او اجرایي رییس د استازو ترمنځ اختلافات


د ولسمشر او اجرايي رییس د استازو تر منځ د اختلافونو له امله د کابینې د جوړولو د کمیتې کار بې نتیجې پاتې شو.

د کابینې جوړېدو ته د ګډې کمیټې په اونیو بحثونو بلاخره کومه نتیجه ورنه کړه او د کابینې د غړو د ټاکلو کار ولسمشر او اجرایي رییس ته پاتې شو.

د دغه کمیټې غړي وايي چې دوی تر اوسه پورې دیارلس غونډې کړي دي؛ خو د دواړو خواوو تر منځ د اختلافونو له امله خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوې.

د کابینې د جوړولو په کمیټه کې د ولسمشر یو استازي اسدالله سعادتي ازادۍ راډیو ته وویل چې د اجرایه رییس استازي په کابینه کې د نیم په نیمه ګډون غوښتنه کوي چې دا له اساسي قانون او د ملي وحدت حکومت له هوکړه لیک سره په مخالفت کې خبره دي.

ښاغلی سعادتي خبرداری ورکوي چې د اجرایي رییس د استازو دا ډول غوښتنې به ښه نتیجه ونه لري:

"ها خوا په ټوله کې بحث په همدې دی چې چوکۍ باید په دوو برخو وویشل شي؛ هغه که وزارتونه دي، سفارتونه، قونسلګرۍ، ولایتونه یا معینیتونه.

لومړۍ باید د دواړوو ټیمونو تر منځ چوکۍ وویشل شي او بیا په ارفرادو بحث وشي. خو موږ وايوو چې دا د سیاسي هوکړه لیک او په اساسي قانون کې د ولسمشر د صلاحیتونو خلاف خبره ده؛ باید مشارکت ته پام وشي، چوکۍ د هیچا شخصي ملکیت نه دی چې په خپلو کې یې سره وویشي. موږ دا شان یو دولت غواړو."

خو د اجرایي رییس استازي د کابینې د جوړولو او د خپلو غوښتنو لپاره خوشبینه دي.

د کابینې د جوړولو په کمیته کې د اجراييوي ریس استازی سید حسین عالمي بلخي وايي چې دوی له قانون نه بهر غوښتنې نه دي مطرح کړي.

نوموړی وایي چې اجرایه رییس له هغو پوستونو پرته چې د ازادې سیالۍ له لارې خلک ورته استخدامیږي په نورو ټولو پوستونو کې نیم په نیمه حق لري:

"د اقصادي ادارو په تشکیل او تعبیر که هغه دوستان سلیقوي برخورد کوي؛ له لفظونو سره لوبې کوي، مشارکت غواړې نو څه؟

یعنې چې باید له دواړو ټیمونو نه وي؛ د کلیدي ادارو مشري باید د دواړو ټیمونو تر منځ برابره وي. تمه نه وه چې دوستان دغه مسایل په دې ډول مطرح کړي؛ باید موقع ورکړل شوې وه او په دې ډول موضوع ته کتل به ډېر ګټور نه وي چې دوستان تور پورې کوي."

که څه هم هیلې ډېرې وې چې د ولسمشر له خوا په ټاکل شوې وخت یعنې پنځه څلویښت ورځو کې به نوې کابینه اعلان شي؛ له دې مهلت څخه دا دی دوه ورځې تیرې شوي؛ خو لا هم د کابینې د جوړولو برخلیک نه دی معلوم.

ځينې څیړونکي په دې نظر دي چې د ډسمبر په لومړیو کې د لندن له کانفرانس څخه دمخه باید کابینه جوړه شي؛ څو ولسمشر وکولای شي، په دې کانفرانس کې د نړیوالو مرستې را جلب کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG