د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ولسمشرغني له بهرنيو پوځيانو سره همکاري زياته کړې


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د امريکا په مشرۍ له ائتلاف او افغان ځواکونو سره خپله همکاري زياته کړې ده.

والسټريت ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې ښاغلى غني هڅه کوي ځينې هغه بنديزونه ليرې کړي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په وړاندې پر پوځي عملياتو وضع کړي وو.

د افغانستان دفاع وزارت هيله څرګندوي چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت په پام کې لري د افغان قواوو ظرفيتونه لوړ کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو مشران وايي، افغان حکومت هڅه کوي پر افغان او بهرنيو پوځيانو لګول شوي محدوديتونه ليرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت وايي ولسمشر اشرف غني چې د افغان اردو په ظرفيتونو او ستونزو ښه خبر دى، د افغان قواوو د پرمختګ لپاره له دفاعي چارواکو سره پر ځينو پوځي تګلارو کار کوي.

افغان قواوو تېرکال له اکثرو بهرنيو پوځيانو امنيتي مسووليتونه واخيستل.

د دې لپاره چې دغه قواوې خپل عمليات لا هم په اغېزناک ډول وکړي، ولسمشر غني هڅه کوي هغه محدوديتونه ليرې کړي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دغو قواوو وضع کړي وو.

افغان قواوو د اړتيا په وخت کې هم نه شواى کولاى له بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ وغواړي او پر بهرنيو پوځيانو دا محدوديت وضع شوى و، چې دشپې له مخې يې په کليو کې عمليات نه شواى کولاى.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ازادۍ راډيوته وويل، افغان دولت پرداسې پوځي تګلارو او طرزالعملونو کار کوي، چې له مخې يې د ملکي تلفاتو مخنيوى کېږي او افغان پوځ اغېزناک عمليات کولاى شي:

″د ملکيانو او بې دفاع خلکو د تلفاتو د مخنيوي او د شپې له خوا د عملياتو په څېر د نورو پوځي مسايلو لپاره ځينې تګلارې په جوړېدو دي.

د اړتيا په وخت کې کولاى شو له خپلو داخلي ظرفيتونو او د بهرنيو ځواکونو له هوايي ملاتړ نه استفاده وکړو.″

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل په خپله وروستۍ مرکه کې چې وال ستريت ژورنال ورځپاڼې يې مهمې برخې رااخيستي ويلي:

″افغانستان اوس نوى ولسمشر لري، چې له نړيوالې ټولنې سره همکار دى او د بهرنيو قواوو د قربانيو مننه کوي.″

وال ستريت ژورنال ورځپاڼه ليکي، ښاغلى غني په منظم ډول د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال کمپبل سره ګوري.

پرځينو مسايلو د بحث لپاره کمپبل ته بلنه ورکوي چې ليدوته ورشي.

د ورځپاڼې په حواله دا هغه څه دي چې د حامد کرزي په واکمنۍ کې نه ترسره کېدل او ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د امريکا او متحدانو په وړاندې له ځانه ډېر خصومت څرګنداوه.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو قواوو عمومي قوماندان جنرال کمپبل ويلي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځينو پاليسيو له کبله له ٢٠٠٩م کال راهيسې په ځينو مواردو کې د امنيتي ځواکونو لاسونه تړلي وو او ډېر اقدامات يې نه شواى کولاى.

خو ښاغلي کمپبل د ولسمشر غني د پلانونو د بدلون هرکلى کړى دى.

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي افغان پوځ اوس د پخوا په څېر له محدوديتونو سره مخامخ نه دى، بلکې کولاى شي د ناامنيو د مخنيوي لپاره له خپلو ظرفيتونو استفاده وکړي:

″د ټولو ظرفيتونو د کارونې په برخه کې اوس مهال کومه ستونزه نه لرو.

ولسمشر امرکړى، د هغو کسانو په وړاندې چې غواړي وضعيت ناامنه کړي او له افغان قواوو سره جنګېږي له خپلو ټولو ظرفيتونو کار واخلئ.″

د وروستيو امنيتي موافقو له مخې به ١٢زره او پنځه سوه امريکايي او د نورو هېوادونو پوځيان په افغانستان کې پاتې شي، چې د افغان قواوو په روزنه او د ټروريزم ضد مبارزه کې به برخه اخلي.

وال ستريت ژورنال ورځپاڼه ليکي، په داسې حال کې چې افغان قواوو د جنګ په ډګر کې خپله وړتيا ثابته کړې، دوى ته بيا هم درانه تلفات وراوښتي دي.

دغه راز د افغانستان په زياتو سيمو کې لا هم شخړې روانې دي.

د ورځپاڼې په حواله، زياتې شديدې جګړې د دوبي په موسم کې په هلمند کې وشوې. دا هغه ولايت دى چې نړېوال ائتلاف په کې تېره اوونۍ خپل عمليات او ماموريت په رسمي ډول پايته ورساوه.

XS
SM
MD
LG