د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال ووژل شو


د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال د یکشنبې په ماښام د دغه ولايت په پوهنتون کې د یوه نامعلوم وسله وال په حمله کې ووژل شو .

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي رادیو ته وویل چې پیښه دقیقاً د یکشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې رامنځ ته شوې او یوه نامعلوم وسله وال د کندهار د والي پر مرستیال عبدالقدیم پتیال چې په ټولګي کې يې درس وایه؛ د توپنجې ډزي کړي او هغه يې وژلی دي.

د خپلواک په وینا، د والي مرستیال لومړی ټپي شوی او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې.

چارواکي وايي چې حمله کوونکي د پوهنتون په محصلانو کې ځان پټ کړی او پولیس يې دنیولو په هڅه کې دي.

په عین حال کې د کندهار د میرویس روغتون سر طبیب محمد داود فرهاد ازادي رادیو ته وویل چې عبدالقدیم پتیال پر سر او غاړه پنځه ټپونه خوړلي او روغتون ته تر راوړلو مخکې يې ساه ورکړې.

تر اوسه د عبدالقدیم پتیال د وژل کېدو مسوولیت چا نه دي منلي.

عبدالقدیم پتیال د شاوخوا دریېو کالو راهیسې د کندهار د والي د مرستیال په توګه دنده درلودله.

نوموړی تر دې مخکي د اطلاعاتو او فرهنګ ریس و.

عبدالقدیم پیتال په کندهار کې په ښه شاعر او لیکوال شهرت درلود او یو شمېر کتابونه يې هم چاپ شوي دي.

تر دې مخکې عبدالطیف اشنا د کندهار د والي مرستیال و چې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

راپور : محمدصادق رښتینی – کندهار

پخواني معلومات:

د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال نن ماښام شاوخوا ۷ بجې په کندهار پوهنتون کې د نامعلوم وسله والو له خوا ووژل شو.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې عبدالقدیم پتیال په کندهار پوهنتون کې د تعلیم او تربیې محصله هم و چې د نا معلومو کسانو له خوا په صنف کې ډزې ورباندې وشوې او ووژل شو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانۍ وايي؛ چې د وژونکو د نیولو په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي دي.

د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب محمد داوود فرهاد وايي عبدالقدیم پتیال روغتون ته تر راوستو مخکې ساه ورکړې وه.

د ده په وینا د عبدالقدیم پتیان پر بدن پنځه ټپونه وو چې درې یې په سر و.

XS
SM
MD
LG