د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د برېښنا کورنۍ وايي طالبان ورته ګواښونه کوي


د برېښنا په نوم د کوچنۍ نجلۍ کورنۍ وايي، د وسلوالو طالبانو او د دغه ملا امام د پلويانو له خوا ورته ګواښونه کېږي.

راپورونه وايي، پر دې نجلۍ شا و خوا شپږ مياشتې مخکې د مسجد يوه ملا امام جنسي تېرى کړى و.

عبدالقيوم چې ځان د برېښنا ماما راپېژني ازادۍ راډيو ته وويل، په جنسي تېري د تورن ملا امام پلويان او وسلوال طالبان د برېښنا کورنۍ ته ګواښونه کوي او ورته وايي چې د ملا د بدنامۍ سبب شوي ياست:

”د دولت د وسلوالو مخالفانو او د ملا امام د پلويانو له خوا دغه ګواښونه کېږي. دوى وايي ستاسو د لاسه علما او ملايان بدنام شول. زموږ په سيمو کې طالبان شته“

د برېښنا کورنۍ وايي چې دغه نجلۍ ٩ کلنه ده او په غويي يا ثور مياشت کې د امين الله په نوم يوه ملا امام د کندوز د دويمې ناحيې په مربوطاتو التي ګنبد سيمه کې ورباندې جنسي تېرى کړى دى.

په هغه وخت کې دغه نجلۍ د کندوز ولايت د امن کور او بيا د نورې تداوۍ لپاره کابل ته ولېږل شوه.

د برېښنا د کورنۍ په غوښتنه د کندوز د امنيې قوماندانۍ پوليسو د دې نجلۍ د خونديتوب تضمين واخيست او هغه يې پلار ته وروسپارله.

اوس د برېښنا کورنۍ وايي د وسلوالو طالبانو او د ملا امام د پلويانو ګواښونو په تنګ کړې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ جنايي امر ويس الدين تلاش وايي، دوى ته د برېښنا د کورنۍ له خوا رسماً کوم شکايت نه دى رسېدلى، خو تلاش وايي د کوم ګواښ په صورت کې بايد اقدامات وشي:

”د ملايانو له خوا دې نجلۍ ته د ورپېښ ګواښ په اړه موږ ته رسمي اطلاع نه ده راکړل شوې. موږ په زرګونو ورته قضيې لرو، د هرې قضيې لپاره نه شو کولاى هلته په لسګونو پوستې جوړې کړو چې څارنه وکړي. حل لار دا ده چې دغه نجلۍ دې د امن کور ته ولېږل شي، يا هم په ښار کې دننه بايد د هغې د خونديتوب لپاره د هغې له ماما تضمين واخيستل شي“

د افغانستان ولسي جرګې په هغو لومړيو کې پر دې نجلۍ د جنسي تېري پېښه غندلې او د عاملانو لپاره يې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

د برېښنا کورنۍ په داسې حال کې د وسلوالو طالبانو او په جنسي تېري د تورن ملا امام د پلويانو له خوا د ګواښ خبرې کوي، چې د بخښنې نړيوال سازمان چارواکو د پنج شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په څرګندونو کې د دې نجلۍ د خونديتوب په اړه اندېښنه وښوده.

دغه سازمان وايي وېره لري چې برېښنا هم د ناموسي قتلونو ښکار نه شي.

خو د برېښنا ماما وايي هغې ته د کورنۍ له خوا هېڅ کوم ګواښ نه دى پېښ:

”کله-کله د بشري حقونو او نورو ارګانونو کارکوونکي راځي او راته وايي چې تاسې دغه نجلۍ وژنئ. ايا څوک خپل اولاد وژني؟ دا نجلۍ نهه کلنه ده. هېڅوک خپل اولاد نه وژني. زموږ اولاد قرباني شوى. موږ بېخبره خلک نه يو، مسلمانان يو“

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند رفيع الله بيدار وايي، که د برېښنا کورنۍ دغه کميسيون له موجوده ګواښونو خبر کړي، دوى به له امنيتي ارګانونو د هغې د خونديتوب غوښتنه وکړي:

”د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته هم دوى خپل شخصي امن ته د ورپېښ ګواښ په اړه معلومات نه دي ورکړي. که دوى د خپل شخصي امن غوښتنه وکړي. کميسيون يې د ملاتړ لپاره له امنيتي، کشفي او ټولو ارګانونو د اقدام غوښتنه کوي“

په کابل کې يوې محکمې دغه ملا امام د اکتوبر مياشتې پر پنځه ويشتمه د جنسي تېري په تور په شل کاله بند او پنځه لکه افغانۍ جريمې محکوم کړ.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان څه موده مخکې په يوه راپور کې په افغانستان کې د هغو نجونو او ښځو د خونديتوب په باب چې جنسي تېرى ورباندې کېږي اندېښنه ښوولې ده.

که څه هم په ٢٠٠٩م کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون تصويب شوى، خو راپورونه وايي چې دغه قانون په سمه توګه نه عملي کېږي.

د بشري او د ښځو د حقونو د خونديتوب سازمانونه وايي د دوى وروستي معلومات ښيي چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

XS
SM
MD
LG