د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د بخښنې نړيوال سازمان برېښنا ته د امن غوښتنه وکړه


Amnesty International logo in English
Amnesty International logo in English

د تيري يکشنبې په ورځ، هغه ملا ته چې په کندز کې پر يوې ۱۰ کلنې نجلۍ باندي په جنسي تېري تورن وو، د ۲۰ کالو د بند سزا واورول شوه.

د دغې نجلۍ، چې نوم يې برېښنا ده، کورنۍ تهديد کړی وو چې دا نجلۍ به ووژني، او محکمې ته په لیکلې بڼه ضمانت ورکړی چې بريښنا ته به هيڅ تاوان نه رسوي.

د بخښنې نړيوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې برېښنا ته بشپړ امنيت ورکړي.

د ښځو پر ضد د تشدد د له منځه وړلو د قانون د ۱۷م څپر د ۲مې او ۳مې مادې له مخې، هغه ملا چې په کندز کې پر برېښنا نومې ۱۰ کلنې نجلۍ باندي په جنسي تيري تورن وو، په کابل کې د ابتدايي محکمې له خوا د شلو کالو په بند محکوم شو.

د افغانو ښځو لپاره د ښځو يا Women for Afghan Women اداره وايي، برېښنا له خپلې کورنۍ سره ده او ښه ده. د دې حالت د دغې ادارې، د افغان حکومت او افغانستان د نورو ادارو له خوا په بشپړه توګه څارل کيږي.

د برېښنا پلار او د کورنۍ غړيو په ليکلې بڼه محکمې ته ضمانت ورکړی دی چې دې ته به تاوان نه رسوي او که دوی خپله ژمنه ماته کړي، د مجرم په توګه به وپېژندل شي.

د بخښنې نړيوال سازمان د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې د برېښنا امنيت ونيسي او هره هڅه دې وکړي چې په دې قصه کې د غېرت په نوم د وژنې مخه ونيسي. د بخښنې د نړيوال سازمان څېړونکې حوريه مصدق په دې هکله له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې که څه هم د برېښنا کورنۍ محکمې ته ضمانت ورکړی دی خو بيا هم د دې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په دې اړه چې د برېښنا د پلار او کورنۍ څخه په ليکلې بڼه پر ضمانت سربېره ولې دا ادارې اندېښمنې دي چې برېښنا ته به کوم زيان ورسيږي، اغلې مصدق زیاتوي چې د دې پلار مخکې تهديد کړی وو چې دا به ژوندۍ پرې نه ږدي.

دا وايي د کور او کلي د خلکو د پېغورو له کبله هم کېدای شي د دې کورنۍ يې وژلو ته اړه شي.

په افغانستان کې د جنسي تيري قربانيان په عمومي توګه د کورنۍ او ټولنې لپاره شرم ګڼل کيږي چې د غيرت په نوم د وژنې له خطر سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG