د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د ۱۴هېوادواستازي د افغانستان په اړه "د اسیا زړه"غونډه کې برخه اخلي


د چین په مرکزپیکنګ کې نن د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې د سیمې د څوارلس هېوادو استازي برخه اخلي.

دا غونډه د استانبول د غونډو لړۍ ده چې له تیرو دریو کلونو راهیسې په بېلابېلو هېوادو کې جوړې شوې دي، خو دا ځل چین ژمنه کوي چې له افغانستان سره به مرسته وکړي، څو هلته ژر تر ژره سوله راشي.

نن به د اسیا زړه په نامه غونډه کې د افغانستان ولسمشراشرف غني چې د چین په سفردی، ګډون کوي او د چین صدراعظم لي کیقیانګ به هم غونډې ته خبرې وکړي.

د افغانستان په اړه په دې غونډه کې به د کوربه هېواد چین او افغانستان سربیره د پاکستان، هند روسیې او د سیمې د نژدې لسو نورو هېوادو استازي برخه واخلي.

د ایران په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف او د پاکستان په استازیتوب د دغه هېواد د صدارعظم د بهرنیو اړیکو جګپوړی سلاکار سرتاج عزیز د پیکنګ په غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم پرون په اسلام اباد کې د اسیا زړه غونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی:

″زموږ کلک باور دی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او ګاونډیانو په ګټه دی او له لویه سره د ټولې نړۍ، موږ پر دې تګلارې عمل کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړو او هلته چې د امنیت او سوکالۍ لپاره څه زموږ له وسه وي هغه به کوو. افغانستان ته پکار دي چې خپلو ګاونډیانو ته ووایي چې په کومو برخو کې مرستې غواړي.″

د اسیا زړه غونډې کوربه هېواد چین هم په دې باوردی چې د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم دی.

په روسیه کې د چین سفیر لي هوی انترفکیس اژانس ته وویل، چین او روسیه به چې دواړه د امنیت شورا غړي هېوادونه دي هڅه وکړي چې څرنګه په افغانستان او سیمې کې ثبات راتلی شي.

په پیکنګ کې د نننۍ غونډې په ارتباط لي هوی څرګنده کړه چې د غونډې اهمیت له دې معلومیږي چې دا غونډه مخکې د وزیرانو په کچه وه او اوس په کې د افغانستان او چین چارواکي برخه اخلي او وینا کوي.

د چین سفیر زیاته کړه چې د پیکنګ په غونډه کې تمرکز پر دې کیږي چې د سیمې په کچه همکارۍ ژورې شي او په افغانستان او ټوله سیمه کې امنیت خوندي شي.

د راپورونو له مخې د اسیا زړه په غونډه کې به په ځانګړې ډول چین په افغانستان کې د سولې او پراختیا او د افغانسان او سیمې د هیوادو د همکاریو ملاتړ وکړي.

لي هوی وویل، چین به هڅه وکړي چې څرنګه ژر تر ژره په افغانستان کې امنیت او ثبات راتلی شي.

XS
SM
MD
LG