د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

ولسمشر غني د سعودي عربستان له چارواکو سره ګوري


ولسمشر اشرف غني احمدزی پرون له یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره سعودي عربستان ته ورسیده. نوموړې ته د مدینې منورې د امیر شهزاده فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز او په سعودي عربستان کې د افغانستان د سفیر سید احمد عمرخیل له خوا هرکلی وویل شو.

د ولسمشر احمدزي مطبوعاتي دفتر تیره شپه ناوخته په یوې خپرې کړې خبر پاڼې کې وویل چې ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي یې د شنبې په ورځ په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.

خپر پاڼه وايي، اشرف غني احمدزی به نن د سعودي عربستان د شاهي هېواد له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو مناسباتو او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسالو په باب به ورسره خبرې وکړي.

له سعودي چارواکو سره د ولسمشر احمدزي د خبرو اترو د موضوعاتو په اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل:

”د دې لیدنې هدف د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو پراختیا؛ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پر هغو ستونزو خبرې دي چې له بده مرغه اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. پر دې سربیره به پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوي.“

څارونکي وايي، ولسمشر احمدزی به د افغانستان د سولې په بهیر کې هم د سعودي عربستان د همکارۍ غوښتنه وکړي. د سولې د عالي شورا یو غړي قاضي محمد امین وقاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ که چیرې د سعودي عربستان حکومت وغواړي؛ کولای شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

دا د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته بهر ته د ولسمشر اشرف غني احمدزي لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې چې په دویم بهرني سفر کې به ولسمشر اشرف غني د اکټوبر د میاشتې په اته ویشتمه نیټه چین ته سفر وکړي. په چین کې به اشرف غني احمدزی له خپل چینايي سیال "شي جین بینګ"؛ د چین له صدراعظم او د دې هیواد د پارلمان له رییس سره وګوري.

XS
SM
MD
LG