د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

"د نوي حکومت کابینه به تر راتلونکو ورځو پورې بشپړه شي"


سره له دې چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو شاوخوا یوه میاشت تیریږي؛ خو لا هم د نوي کابینې غړي نه دي ټاکل شوي.

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د یو شمیر شمالي ولایتونو له خلکو سره په يوه غونډې کې وویل؛ نوې کابینه باید داسې وټاکل شي چې؛ د ټولو خلکو د ګډون تمثیل وکړای شي.

ښاغلي عبدالله تمه څرګنده کړه چې د نوي حکومت کابینه به تر نژدې راتلونکو ورځو پورې بشپړه شي:

"هیله مند یو چې د کابینې غړي لکه څنګه چې خلک یې تمه لري؛ په راتلونکو ورځو او اونیو کې بشپړه شي. نوې کابینه په کار پيل وکړي او دا کابینه باید داسي وي چې د ټولو خلکو د حضور تمثیل په کې وشي."

نوموړي د نوې کابینې په جوړیدو کې ژمنتیا او صداقت له مهمو اصولو څخه یاد کړل.

له دې وړاندي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم وویل چې؛ د نوې کابینې غړي به د لوړي تر مراسمو وروسته د یوې نیمې میاشتې په جریان کې معرفي کړي.

د ملي شورا غړیو هم په دي وروستیو کي څو ځله په خپلو عمومي غونډو کې د ملي وحدت حکومت له مشرتابه غوښتي چې د کابینې غړي د باور او یا عدم اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ورمعرفي کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې حکومت نه دی توانیدلی؛ په تیرې نږدې یوې میاشتې کې کابینه بشيړه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود وایي؛ دا چې حکومت ژمنه کړې چې د نوې کابینې لپاره به وړ کسان ټاکي؛ نو ښایي دا یو څه وخت ونیسي:

"اصلي او اساسي مساله دا ده چې دوی خلکو ته ډير زیات توقعات ورکړي دي او خلک ډيره زیاته هیله مندي لري چې دا کابینه باید متخصصه؛ متجربه او د دې ترڅنګ پاک خلک په کې اوسي. نو د داسي خلکو پیدا کول او په مناسبتو ځایونو کې د دوی ګمارل؛ زما په نظر ګران کار دی."

له دې وړاندې خلکو داسي شکایت درلود چې، د وزارت خانو لپاره د وزیرانو نه معرفي کول په دولتي ادارو کې کارونه اغیزمن کړي او له ولسمشره یې وغوښتل چې نوې کابینه ژر تر ژره معرفي کړي.

خو کارپوهان بیا سپارښتنه کوي چې له وخت سره سره باید د نوي کابینې په ټاکنه کې د وړتیا؛ ژمنتیا او تخصص اصول د ولسمشر له خوا جدي مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG