د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

اروپايي ټولنې د ایبولا پرضد د مبارزې لپاره د مرستې کچه یو میلیارد یورو ته اوچته کړه


د اروپايي ټولنې مشرانو پرون موافقه وکړه چې د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا د وژونکي ویروس پرضد د مبارزې لپاره د خپلې مالي مرستې کچه یو میلیارد یورو ته اوچته کړي.

د اروپايي ټولنې مشر "هرمان وان رامپوې" په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په دوهمه ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې د دې نوې مالي مرستې خبر ورکړ.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان WHO پرون اعلان وکړ چې په راروانه ډسمبر میاشت کې به د ایبولا د واکسین ازمېیل د افریقا په لویدیځ کې پیل کړي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۵ کال تر نیمايي پورې د دې کمپاین په ترڅ کې سلګونه زره کسان واکسین شي؛ خو WHO وايي، تراوسه لامعلومه نه ده چې ایا دا واکسین به د دې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې ګټور وي؛ کنه.

د "ډبلیو. اېچ. او" یوې ویاندې "ډاکټرې ماري پولي کیني" پرون وویل؛ که د دې واکسین دوه ډولونه اغېزمن ثابت شي؛ امکان لري چې په راتلونکي کال کې پر میلیونونو کسانو تطبیق شي.

د ایبولا د واکسین د دوو پرمختللو ډولونو ازمېیل لادمخه پیل شوي دي. ایبولا ناروغۍ تراوسه ۴۸۰۰ کسان وژلي. مالي د لویدیځې افریقا شپږم هېواد دی چې په روانه اونۍ کې یې د ایبولا ناروغۍ د خپراوي راپور ورکړ.

په همدې حال کې یو امریکایی ډاکټر چې په لویدیځه افریقا کې په ایبولا د اخته ناروغانو له علاج وروسته نیویارک ته ستون شوی؛ په همدې ناروغۍ اخته بلل شوی دی. دا په نیویارک کې لومړنی کس دی چې په ایبولا اخته تشخیص شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې، د امریکا د مریلنډ ایالت یوه اوسېدونکې نرسه چې په ټکساس ایالت کې په دې ناروغۍ د یوه اخته ناروغ د علاج پرمهال یې د ایبولا ویروس اخیستی و؛ روغه شوې ده.

XS
SM
MD
LG