د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

کري: د اروپا او نړۍ په زیاتو برخو کې ازادۍ تر ګواښ لاندې دی


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري نن په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبرې کنفرنس کې وویل، د اروپا او نړۍ په زیاتو برخو کې ازادۍ ترګواښ لاندې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاینمایر سره په برلین کې په یوه ګډ خبرې کنفرنس کې خبرې وکړې او ویي ویل چې د نړۍ په زیاتو برخو کې ان اروپا کې ازادۍ ترګواښ لاندې دی.

جان کري او شتاینامیر د برلین دیوال د لیرې کیدو د ۲۵ مې کلیزې له مراسمو مخکې چې په راتلونکې میاشت کې به جوړ شي، د اوکراین له بحرانه د لویدیځې او ختیځې اروپا د ترخه ویش خبرداری ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر مسکو غږ وکړ چې د اوکراین په اړه را پیداشوې اندیښنې دی جدي وګڼې او ټینګار یي وکړ چې لویدیځ له روسیې سره شخړه نه غواړي:

«موږ هیله من یو، روسیه چې موږ ورسره شخړه نه غواړو، او د نړۍ د ستونزو په حل کې ورسره د ګډ کار هیله لرو، په دي به پوهه شي چې نړۍ د یوه هېواد د ځمکنې تمامیت او استقلال له لیکو څخه تیریدل جدي ګڼي».

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتانیمایر خبرداری ورکړ چې د اوکراین بحران د اروپا سوله ییز نظم ته ګواښ رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري دا هم وویل چې هیڅوک نه غواړي یو بل نسل د ساړه جان په روحیې رالوی شي.

XS
SM
MD
LG