د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

په خوست کې درې حکومتي چارواکي بندیان شول


د خوست استناف څارنوالۍ رییس شعیب ثابت
د خوست استناف څارنوالۍ رییس شعیب ثابت

د خوست د استناف څارنوالۍ ریاست چارواکي وايي، چې د خوست د سرپرست ښاروال تر نیول کېدو یوه اونۍ وروسته يې نن د چهارشنبې ورځې ناوخته د ولایتي شورا د مرستیال په ګډون درې نور حکومتي مسوولین هم د اختلاس په تور توقیف کړي او زندان ته يې لیږلي دي.

د خوست استناف څارنوالۍ رییس شعیب ثابت ازادي راډیو ته وویل، چې نیول شوي کسان د عبدالله خان تڼي د عالي دارالمعلمین له پاره د خریدارۍ په هیات کې و او د څلور میلیونه درې لکه اویا زره افغانیو په قیمت يې اجناس خریداري کړي وو او په دې خریدارۍ کې د دوی له خوا څرګند اختلاس شوی و؛ نو د ولایت مقام او د لوی څارونوال په لارښوونه توقیف او محبس ته ولیږل شول.

د شعیب ثابت په وینا، په نیول شویو کسانو کې د ولایتي شورا مرستیال؛ د مستوفیت د بشري منابعو او د پوهنې ریاست د مالوماتي ټکنالوژۍ مدیران شامل دي:

"نن مو درې دولتي کسان چې یو تن يې د ولایتي شورا مرستیال؛ دویم د مستوفیت د بشري خدمتونو امر دی او درېیم تن د پوهنې ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر دی چې دا درې واړه د اختلاس او غلا په تور د څارنوالۍ ریاست له خوا نه توقیف ته ولیږل شول؛ دوی د عبدالله خان دارالمعلمین ته د اجناسو په اخیستلو کې اختلاس کړی و او اختلاس يې ثابت دی."

د خوست استناف څارنوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی ولې پخوا د قانون ماتونې په جرم کې د حکومتي مسوولینو په نیولو کې اقدام نه کاوه؛ وویل چې، پخوا په اختلاس تورن کسان د چارواکیو له خوا حمایه کېدل، خو نوي حکومت د اختلاس پر ضد کلکه مبارزه پیل کړې ده:

"دا یو مشکل په خوست کې نه بلکې د ټول افغانستان په سطحه موجود و چې چا به اختلاس کاوه؛ هغه به د لوړپوړه چارواکو له خوا حمایه کېدل؛ اما بیا هم موږ د اداري فساد په جرایمو کې خلک نیولي دي؛ د مثال په ډول د یوې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د حقوقو امر هم د جنايي جرایمو په ارتکاب نیول شوي ول."

د یادونې وړ ده، پوره یوه اونۍ وړاندې د خوست سرپرست ښاروال هم د اختلاس په تور نیول شوی او محبس ته لېږل شوی وو؛ د څارنوالۍ چارواکي وايي، ټول هغه کسان به ونیسي، چې د اختلاس په ګډون په هر ډول جرایمو کې لاس ولري.

XS
SM
MD
LG