د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

"پر پولیو د ماشومانو د اخته کیدو احتمال زیات شوی دی"


د اکټوبر اته ویشتمه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د فلج یا پولیو پر ضد د مبارزې په نوم لمانځل کیږي.

پولیو یا د کوچنیانو فلج چې په افغانستان کې د ګوزڼ په نوم پيژندل کیږي؛ یوه ډيره ساري او حتی وژونکي ناروغي ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې؛ په دې ناروغۍ هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پینځو کلونو کم وي؛ اخته کیږي.

په هرو دوه سوه ماشومانو کې چې په دې ناروغۍ اخته کیږي یو یې د تل لپاره فلج کیږي او له پینځه تر لس په سلو کې یې مري؛ ځکه دا ویروس د ماشومانو تنفسي جهاز فلجولای شي.

د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ علاج لا نشته خو د واکسین په مرسته یې مخنیوی کیدلای شي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روغتیا نړیوال سازمان په نولس سوه اته اتیا میلادي کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره یو نړیوال پروګرام پیل کړ.

له هغه وخته راهیسې دا ناروغي په نړۍ کې نهه نوي په سلو کې له منځه تللې؛ یعنې دا چې په کال نولس سوه اته اتیا میلادي کال کې درې لکه پینځوس زره ماشومان په دې ناروغۍ اخته وو؛ خو په دوه زره دیارلسم کال کې دا شمیره څلور سوه او شپږ تنو ته را کښته شوه.

په روان کال کې، د دې ناروغي پيښې یوازې په درېیو هیوادو افغانستان، پاکستان او نایجریا کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نولس سوه اته اتیا میلادي کال کې؛ دا ناروغي د نړۍ په یو سل او پينځه ویشت هیوادو کې خپره وه.

د جرمني خبري اژانس وايي، په سوریه کې د پولیو څلویښت پيښې ثبت شوې او علت یې هلته روانه کورنۍ جګړه ده چې د پولیو د مخینوي د واکسین پروګرام یې په بشپړ ډول ګډوډ کړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان هغه پروګرام چې غوښتل یې؛ په نړۍ کې د پولیو تر خطر لاندې، دوه ویشت ملیونه ماشومان، د پولیو پر ضد واکسین کړي؛ د روان کال داپریل په میاشت کې؛ له ستونزو سره مخامخ شو.

خو هغه ماشومان چې له سوریې څخه د بحران په ترځ کې جرمني ته مهاجر شوي؛ ټول معاینه شوي او ویل کیږي چې په یوه کې هم د دې ناروغۍ اثر نه لیدل کیږي.

په نړۍ کې روغتیايي سازمانونه د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکوي چې په ماشومانو کې په ګوزڼ یا پولیو د اخته کیدو احتمال او چانس بیا زیات شوی دی.

د اکټوبر په اته ویشتمه د پولیو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

د نولس سوه څوارلس میلادي کال، د اکټوبر په اته ویشتمه، په امریکا کې د "یونس سالک" په نوم، یو ډاکټر وزیږید چې وروسته یې د پولیو ضد واکسین پیدا کړ.

د ډاکټر یونس سالک د دې ستر بشري خدمت د درناوي لپاره، هر کال د اکټوبر اته ویشتمه، په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG