د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

لویې څارونوالۍ د پخواني حکومت پنځه وزیران محکمې ته معرفي کړل


د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي؛ د هغو پخوانیو پنځو وزیرانو دوسیې یې محکمې ته لیږلي، چې په اختلاس او له دندې په ناوړې ګټې اخیستنې تورن دي.

د لویې څارنوالي ویاند بصیر عزیزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ د ټرانسپورټ دوه پخواني وزیران عنایت الله قاسمي او حمیدالله قادري؛ د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ، د کانونو پخوانی وزیر میرمحمد صدیق ایشان او د اقتصادي پخوانی وزیر جلیل شمس په دې ډله کې شامل دي.

د ښاغلي عزیزي په خبره د تورنو کسانو دوسیې په لویه څارنوالۍ کې په بشپړه توګه په هر اړخیز ډول څیړل شوې او بیا وروسته محکمې ته سپارل شوې دي.

"هغه وزیران چې دوسیې یې نن محکمې ته سپارل شوي؛ پنځه تنه دي، د دوی جرم اختلاس او له وظیفوي صلاحیتونو نه ناوړه استفاده ده؛ د هېواد د نافذه قوانینو له مخې باید هغه وزیران چې د خپلې تصدۍ پر مهال د جرم مرتکیب شوي؛ ځانګړې محکمه ورته په نظر کې ونیول شي؛ محکمه به تعینږي اویاده محکمه به صلاحیت ولري چې د دوی دوسیې وڅېړي."

د افغانستان لوی څارنوالۍ وايي چې د تېر حکومت ځینې نور وزیران هم له دوی سره دوسیې لري او دا مهال تر پلټنې او څیړنې لاندې دي.

خو بصیر عزیزي د دې کسانو له نوم ښودلو څخه ډاډه وکړه او دا یې هم ونه ویل چې څومره پخواني وزیران له دوی سره جرمي دوسیې لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني احمدزي له اداري فساد سره پر ټینګې مبارزې ټینګار کړي او ویلي یې دي چې قانون به په ټولو یو ډول پلي کوي.

تراوسه هغه څلورو پخوانیو وزیرانو چې د څارنوالي له خوا په اختلاس او په وظیفوي صلاحیتونو نه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن پیژندل شوي څه نه دي ویلي.

خو د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د څارنوالي له خوا پر هغه لګېدلي تورنه په کلکه رد کړل.

ښاغلي فرهنګ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د افغانستان لوی څارنوالی غواړي په دې ډول کړنو باندې پر خپل ځان فشارونه یو څه کم کړي:

"ما پخوا هم د دوی خبرې رد کړې دي؛ اوس یې هم ردوم، هیڅوک هم سند نه لري، دا چې لوی څارنوال تر یوڅه فشار لاندې راغلی؛ غواړي خپل فعالیتونه وښيي."

محکمې ته د پخوانیو وزیران د دوسې سپارل د کابل بانک له قضیې وروسته دافغانستان د ملي وحدت حکومت دویم اقدام دی چې د اداري فساد او ختلاس پر وړاندې کوي.

د حکومت دغه اقدامات دعامو افغانانو او مدني ټولنو له ګرم هرکلي سره مخ شوې او خلک غوښتنه کوي، چې حکومت باید دې ډول هڅو ته دوام ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

پخواني معلومات:

د افغان حکومت پخواني پنځه وزیران د غلا او له دندې نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د لویې څارنوالۍ له خوا محکمې ته معرفي شول.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دغو کسانو د تورونو اړوندې دوسیې یې نن محکمې ته وسپارلې.

په دغو کسانو کې د ټرانسپورت پخواني دوه وزیران حمیدالله الله قادري او عنایت الله قاسمي، د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ، د کانونو پخوانی وزیر محمد صدیق ایشان او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس شامل دي.

تراوسه دې چارواکو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG