د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند لاسلیک شو


د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند نن ماسپښین د دریو بجو په شااوخوا کې لاسلیک شو.

په دې سند باندې د ولسمشر اشرف غني احمدزي او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضورکې په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر لاسلیک وکړ.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې افغان حکومت له ناټو سره هم د امنیتي همکاریو سند لاسلیک کړ.

له ناټو سره د همکارۍ سند په افغانستان کې د ناټو د استازي موریتس یوخیمز او ښاغلي اتمر له خوا لاسلیک شو.

ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه دواړه سندونه د افغانستان او نړۍ د ثبات په ګټه وبلل.

نوموړي وویل، چې ددې سند له مخې به نړیوالې مرستې د افغان حکومت د بودجې له مخې لګول کیږي.

XS
SM
MD
LG