د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

له ولسمشراحمدزي نه د بلخ د اوسېدونكو غوښتنې


د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ترسره كېدو را وروسته د بلخ ولايت اوسېدونكي او د دې ولايت د مدني بنسټونو فعالان له ولسمشر احمدزي څخه غواړي ترڅو دې په هېواد د سولې د ټينګښت او د امنيت د تامينولو په برخه كې نه ستړې کیدونكې هڅې ترسره كړي.

په عين وخت دوى وايي چې؛ د ملي وحدت په اساس رامنځته شوى حكومت دې بايد ځوانانو ته د سياسي مشاركت زمينه مساعده كړي او د حكومت په كابينه كې دې لويه برخه د هېواد ځوان قشر ته ځانګړې شي.

وروسته له دې چې د دوشنبې په ورځ د هېواد منتخب ولسمشر ډاكتر اشرف غني احمدزي او د هغه د حكومت د اجرايوي چارو مشر ډاكتر عبدالله عبدالله له خوا د لوړې مراسم ترسره كړل.

اوس مهال په بلخ ولايت كې د مدني ټولنې فعالان او د مزارشريف ګڼ شمېرځوانان د ملي وحدت پر بنسټ د رامنځته شوي حكومته غواړې ترڅو دې د حكومت په كابينه كې د سياسي مشاركت زمينه ځوانانو ته مساعده شي.

دوى وايي چې؛ نوى حكومت دې د تېرو ۱۳ كلونو لاسته راوړنو ساتلو ته ژمن پاتې شي او همدارنګه دې د ښځو لپاره چې په تېرو دريو لسيزو كې يې د مختلفو ننګونو او ستونزو په ګاللو بيا هم په ټولنه كې مثبت فعاليتونه كړي د ټولنيزو فعاليتونو لا زيات فرصتونه مساعد كړي.

دوى له نوي ولسمشر څخه غوښتنه كوي چې؛ په هېواد كې دې نژادي او مذهبي تعبيض سره كله مبارزه پيل كړي او د سولې د ټينګښت په برخه كې دې د پام وړ كارونه پيل كړي:

"له ولسمشره په كلکه غواړو چې د سولې ټينګښت، د امنيت تامينولو ترڅنګ دې ځوانانو ته هم پام وساتي او د تبعيض د لمنځه وړلو په برخه كې دې هم ټولنه كې خپلې هېڅې پيل كړي او په جديت سره دې تروريزم سره مبارزه وكړي."

د دوى په خبره، نوي حكومت چې د ملي وحدت پر اساس يې بنسټ ګېښودل شوى دى بايد ځوانانو ته د سياسي مشاركت زمينه برابره كړي او نسبت پخواني دولت ته ددې دولت توجه ځوانانو ته ډېر ووسي.

د بلخ ګڼ شمېرځوانان وايي چې؛ وروستيو سياسي لانجو په هېواد كې پر اقتصادي او ټولنيز وضعيت بده اغېزه وشينده او اوس مهال دې نوى ولسمشر بايد د خپلو اقتصادي پراخو او مثبتو برنامو په تطبيق ژمن پاتې شي.

هغوى غواړې چې نوى رامنځ ته شوى حكومت دې خپل ډېر توجه د سولې ټينګښت او د امنيتي ځواكونو د تجهيز په برخه وساتي:

"نوی حکومت دې بايد د امنيتي ځواكونو د تجهيز په برخه كې لازم او چټک اقدامات ترسره كړي او سياسي روابط دې هم له ګاونډيو او نړېوالو سره ښه وساتي."

دا ځوانان په دې اند دي چې؛ د ولسمشر كرزي د ۱۳ كلن حكومت دوره دا چې له مختلفو ستونزو او ننګونو سره مخ وه، خو بيا هم په مختلفو اقتصادي، ټولنيزو او سياسي چارو كې د پام وړ مثبت كارونه شوي دي چې نوى حكومت دې د يادو لاسته راوړنو د ساتلو ترڅنګ د هغو د پراختيا لپاره هم هڅې وكړي

د ويلو ده چې؛ د بلخ ولايت دا اوسېدونكي له نوي ولسمشر څخه غواړې تر څو ډېر ژر دې د خپل حكومت كابينه ملت ته ور وپېژني او د هغه يوه لويه برخه دې ځوانانو ته د سياسي مشاركت لپاره ځانكړې كړي.

مجيب الرحمن حبيب زى

XS
SM
MD
LG