د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

رحیمي وايي، د زیاتو رایو تفاوت د بايلونکي کانديد پلويان پاروي


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو کانديدانو ترمنځ خبرې ترډېره په دې خاطر له خنډ سره مخامخ دي چې د انتخاباتو نهايي نتيجه څه وخت او څرنګه اعلان شي.

د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټيم يوه ويندوي مجيب الرحمن رحيمي رويټرز خبري اژانس ته وويل، هر ډول نتيجه چې په هغه کې د ګټونکي او بايلونکي کانديد د رايو ترمنځ تفاوت زيات وي، کېدای شي چې د بايلونکي کانديد پلويان وپاروي او د يوې بلې بې ثباتۍ سبب شي.رحيمي همدا راز وويل:

«ټولنه وېشل شوې او هر راز داسي نښه چې وښيي يو لوري بايللې ده، ممکن تاوتريخوالي رامنځته کړي. په بېلابېلو نظرونو خبرې روانې دي څو د کړکېچ مخه ونيول شي.»

رويټرز خبري اژانس ته يوه دولتي چارواکي، چې د دواړو کانديدانو د سې شنبې د خبرو بشپړحال يې درلود، ويلي چې عبدالله د رايو په نتيجه کې د لاس وهلو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې نتيجه دې داسي ترتيب شي چې د ګټونکي د رايو تفاوت له بايلونکي سره زيات نه وي. د عبدالله په باور په دې ډول به د ده پلويان نه پارېږي.

رويټرز خبري اژانس وايي چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم يوه بل غړي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم دا موضوع تاييد کړه.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټيم يوه غړي طاهر زهير د چهارشنبې په ورځ وويل:«له موږ څخه وغوښتل شول چې د انتخاباتو نتيجه په لږ توپير ومنو. خو موږ ورسره موافقه ونه کړه. موږ له انتخاباتي کميسيونونو غواړو چې حقيقي نتيجې اعلان کړي.

له بلې خوا د ښاغلي عبدالله ويندوي مجيب الرحمن رحيمي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د انتخاباتو نتيجه دې تر هغو نه اعلانېږي چې د دواړو کانديدانو ترمنځ سياسي موافقه نه وي شوې.

د انتخاباتي شکايتونو کميسيون وايي چې ژر به د رايو د تفتيش او شکايتونو په اړه خپله څېړنه بشپړه او د خپل کار نتيجه به د انتخاباتو خپلواک کيسيون ته ولېږي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوي نور محمد نور پرون وويل چې ژر به د انتخاباتو نتيجې اعلان کړي.

ښاغلي نور وويل، که دواړه کانديدان په خپل منځ کې موافقه وکړي يا ونه کړي، دوي نتيجه اعلانوي.

XS
SM
MD
LG