د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

په کابل کې انتحاري حملې ۳ بهرنیان ووژل او ۱۳ ملکیان یې ټپیان کړل


ایساف وايي د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې د دوی درې سرتیري وژل شوي دي.

دغه حمله د اتو بجو په شااوخوا کې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته په غځیدلي سړک د نړیوالو ځواکونو د یوې پوځي اډې مخې ته د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان وشوه.

افغان امنیتي چارواکي وایي، چې دغه انتحاري حمله له چاودیدونکو موادو د یوې ډکې کورولا په وسیله شوې ده.

د حملې هدف په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د موټرو کاروان و.

ایساف یا په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ په دې حمله کې د دوی درې سرتیري وژل شوي دي.

په دې اعلامیه کې د وژل شو بهرنیو سرتیرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په کې راغلي، چې ایساف او افغان چارواکو د حملې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي؛ چې په حمله کې دیارلس ملکیان ټپيان شوي او د ملکیانو ۱۷ موټر زیانمن شوي دي:

"د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو په اړه موږ معلومات نه لرو؛ د هغوی په اړه باید ایساف اړوندې ادارې معلومات ورکړي؛ په دې حمله کې د یارلس ملکي وګړي ټپیان دي؛ چې روغتونونو ته رسول شوي دي."

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی هم د دیارلسو ملکیانو د ټپي کیدو خبره کوي او وايي چې، د چاودنې د شدت له امله د شااوخوا کورونو او ودانیو ښیښې هم ماتې شوي دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د کابل په غرب د دارلامان په عمومي سړک باندې د بهرنیانو په یوه کاروان باندې انتحاري حمله شوې وه چې؛ د بهرنیانو ترڅنګ یې زیاتو ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ انتحارکوونکي له چاودیونکو مواد ډک موټر د ایساف له زرې موټر سره وجنګاو.

"۱- سترې محکمې کې وظیفه لرم. یودم په لاره کې چاودنه وشوه؛ خلک یې ټپیان کړل او موټر هم ویجاړ شول؛ د پنځو تنو مړي مو ولیدل.

۲- له چاودنې وروسته بې هوښه شوم؛ کله چې په هوښ راغلم، په موټر کې څوک نه و، موټر هم چلان و؛ له موټر ښکته شوم ومې لیدل چې؛ د درې بهرنیانو جسدونه پراته وو."

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، دغه حمله د بلال احمد په نامه د دوی یوه غړي کړې ده.

له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ښار ته غځېدلی سړک د دې ښار تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی چې؛ د ملکیانو تګ راتګ هم پرې زیات وي.

که څه هم له دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بشر د حقونو سازمانونو له وسله والو مخالفینو غوښتي؛ چې د حملو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي؛ خو بیاهم دغه حمله په داسې ځای کې وشوه؛ چې د ملکیانو ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG