د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

اوریا: د تحول او تداوم له ټیم پرته هم چمتو یو د ملي یووالي حکومت جوړ کړو


د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو د سیاسي خبرو تر ناکامیدو وروسته دا ټیمونه د ملي یوالي د حکومت د جوړیدو په اړه بیلابیل نظرونه څرګندوي.

د عبدالله عبدالله اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي؛ په یواځې هم چمتو دی د ملي یووالي حکومت جوړ کړي او په دې اړه یې د هیواد له سیاستوالو او مخورو سره خبرې هم کړي دي.

د دې ډلې یوه ویاند فضل الرحمن اوریا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د تحول او تدوام ټیم کولای شي، له دوی سره د ملي یووالي په حکومت کې برخه واخلي که نه له سیاسي انزوا سره به مخ شي.

"د ډاکټراشرف غني احمدزي ټیم په عمل کې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو لپاره متعهده نه دی. نو له دې امله موږ مجبوره یو چې په هیواد کې د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره له تحول او تدوام ټيم پرته د هیواد له سیاستوالو او مخه ورو سره یوځای د ملي یووالي حکومت جوړ کړو. تحول او تدوام ټیم هم کولای شي په دې حکومت کې برخه واخلي که نه په سیاسي انزوا کې به راشي."

ښاغلی اوریا د سیاسي خبرو د ناکامېدو پړه د تحول او تدوام پر ټیم وراچوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي ویلي کوم حکومت چې په راس کې یې دوه مشران و اوسي د هیواد ستونزې نه شي هوارولی.

ښاغلي غني ویلي د خلکو د مشروع رایو د نتایجو له منل کیدو پرته بل هیڅ کومه مشروعه لاره نه ده موجوده چې د واک انتقال پرې وشي.

د تحول او تدوام د انتخاباتي ډلې ویاند طاهرزهیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د اصلاحاتو او همپالنې دا څرګندونې له قانون سره په ټکر کې دي.

"زموږ سیال ټیم کله تخنیکي پروسه پریږدي کله هم سیاسي پروسه او غوصه کوي. موږ له هغوی بلنه کوو چې، په غوصې او تاوتریخوالي سره هیڅ کار سر ته نه رسیږي. دا ډول څرګندونې د هغو ژمنو په خلاف بولو چې له دې مخکې دواړو کاندیدانو کړې وې او دا څرګندونې کومه نتیجه نه ورکوي."

په همدې حال کې افغان سیاسي کارپوهان وايي د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د قانون او د کاندیدانو تر منځ د شویو ژمنو له مخې د رایو د تفتیش د نتایجو په اساس وټاکل شي.

محمدیونس فکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"عبدالله دې واوري کیسه هغه ده چې؛ هاغه تاسو لیکلې ده. لیکلې مو دا ده چې د انتخاباتو د تفتیش په نتیجه کې به رییس جمهور معلومیږي او بل ته به په راتلونکي حکومت کې شریک یې د رییس اجرایوي په نامه باندې.

رییس اجرایوي پارلماني صدراعظم نه دی. دا خبره درک کړئ او نور دنیا نه غواړي. دا خبره په جګړه حلول خیانت دی. هر څوک یې چې کوي ضربه به ویني."

د انتخاباتي ټیمونو له خوا دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د انتخاباتو کمیسیون وايي د جمعې په ورځ له غرمې وروسته به د انتخاباتو ټوله تخنیکي پروسه پای ته ورسیږي.

ددغه کمیسیون چارواکو له دواړو کاندیدانو غوښتنه کړې چې د نتیجو د منل کیدو په سر یوې موافقې ته ورسیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG