د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم په مشروط ډول د ملي وحدت حکومت مني


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم وایي؛ که د پاکو او تقلبي رایو جلا کولو ته پام وشي او د انتخاباتو نتیجه یو څه شفافیت ولري؛ د ملي وحدت حکومت جوړېدل به ومني.

د دې ټیم ویاند فاضل سانچاره کي وایي، چې دوی په انتخاباتو کې د شوو درغلیو په اړه یوه اندازه معتبر اسناد په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ته سپارلي؛ څو هغه د رایو د ابطال په کړنلاره کې شامل کړي.

ښاغلي سانچاره د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ که ملګري ملتونه تر راتلونکو یو دوه ورځو د دوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړي؛ خپلو سیاسي خبرو ته به دوام ورکړي:

"موږ ملګرو ملتونو ته اسناد او مدارک سپارلي؛ ملګرو ملتونو ژمنه کړې، چې تحقیقاتي ټیم به ګماري، ترڅو په دې اسنادو کار وکړي، موږ منتظر یو، چې ملګري ملتونه موږ ته نهایي ځواب راکړي؛ موږ به وګورو، چې اسنادو ته مو رسیده ګي کیږي او که نه؟ که رسیده ګي وشي، یوه اندازه تقلبي رایې به مشخصې، پروسه به یوڅه شفافه او په همدې اساس به د ملي وحدت حکومت هم جوړ شي."

ښاغلي سانچاره کي وویل، چې نړیواله ټولنه هم باید د انتخاباتو د شفافیت نه ملاتړ وکړي.

دی وایي، که د انتخاباتو شفافیت ته پام ونه شي، دوی به د انتخاباتو نتیجه ونه مني.

څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله وویل؛ چې د ده او سیال ترمنځ یې سیاسي خبرې په ټپه دریدلي دي.

غوښتل مو د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا ملګرو ملتونو ته د سپارل شوو اسنادو په اړه په کابل کې ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر غبرګون را واخلو؛ خو د دې دفترمسولینو په دې اړه معلومات ورنه کړل.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش د دې غوښتونکی دی؛ چې دواړه کاندیدان له تفتیش وروسته د انتخاباتو نتیجه ومني.

ښاغلي سالارزي وویل، چې یان کوبیش دغه خبره د سه شنبې په ورځ د افغانستان د علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې هم وکړه:

"ملګري ملتونه د ملي وحدت حکومت له جوړېدو څخه؛ چې د ټاکنو د ګټوونکي کاندید له خوا به یې مشري کیږي؛ ملاتړ کوي، دا هغه موضوع ده چې، دواړو نوماندانو دوه ځله په علني ډول په دې اړه ژمنه کړې او په دې اړه یې توافق کړی دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم له دواړو کاندیدانو غوښتي؛ چې له پخوانیو ژمنو سره سم د ملي وحدت حکومت په اړه موافقې ته ورسیږي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم استازو ویلي؛ چې له سیال ټیم سره یې د خبرو لپاره دروازې پرانستي او هیله شته، چې د کاندیدانو ترمنځ خبرې بیا پيل شي.

XS
SM
MD
LG