د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

لاوروف: روسي پوځ به د اوکراین په چارو کې مداخله ونه کړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن (دوشنبه) وویل چې؛ د روسیې پوځ به د اوکراین په چارواکو کې مداخله ونه کړي.

خو غربي هیوادونه او اوکراین ادعا کوي چې؛ د روسیې پوځ د اوکراین په خاوره کې پوځي مداخله کړې ده.

لاوروف نن د مسکو د نړیوالو چارو په پوهنتون کې زده کونکو او استادانوته په خبرو کې ټینګار وکړ چې؛ د اوکراین په ختیځ کې به هیڅ کله پوځي مداخله ونه شي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې پلویان بیلتون غوښتونکي د اپریل له میاشتې راهیسې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګیږي.

ملګري ملتونه وايي چې، په دې کړکیچ کې تر اوسه لږترلږه دوه زره شپږ سوه کسان وژل شوي دي.

لاوروف د اوکراین په ختیځ کې د مسکو د پوځي مداخلې ټول امکانات رد کړل.

خو د ناټو تړون اټکل کړی چې؛ لږترلږه زر تنه روسي عسکر د اوکراین خیتځ ته تللي دي.

خو لاوروف نن وویل:

"هیڅ ډول پوځي مداخله به ونه شي. موږ په سوله ییز ډول د دې ناوړه بحران او خواشینونکي حالت د پای ته رسیدو غوښتنه کوو؛ زموږ ټولې هڅې د دې سیاسي هدف د پرمختګ لپاره دي."

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو نن ویلي؛ د تېرو څو ورځو پرمختګونه څرګندوي چې؛ روسي ځواکو د اوکراین پر ضد مستقیم او په زغرده عملیات پيل کړي دي.

د اوکراین ولسمشر د خپل پوځ په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د امکان خبر هم ورکړ.

دا خبرې غالباً د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د هغو څرګندونو سړه تړلې وې چې؛ غربي هیوادونه یې اندیښمن کړي دي.

د ولسمشر پوټین له خبرو داسې انګیرل کیږي چې؛ مسکو د اوکراین د ختیځ د یو شمیر سیمو د خپلواکۍ ملاتړ او د اوکراین د جنوب د پراخو سیمو د کنټرول هڅې کولای شي.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د نړیوالو چارو د پوهنتون د ډیپلوماسي محصلینو ته په خبرو کې هیله څرګنده کړه؛ د منسک د غونډې ګډونکونکي به له شرایطو پرته د عاجل اوربند ټینګیدو موافقه وکړي.

نن د اروپا د امنیت اوهمکارۍ سازمان غړي؛ د اوکراین او روسیې استازي په منسک کې غونډه لري.

د روسیې دولتي خبري اژآنسونه "ایتر تاس او انټرفاکس" وايي چې؛ د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو استازي هم د منسک په غونډه کې ګډون کوي.

لاوروف نن ټینګار وکړ چې، بیړني اوربند ته اړتیا ده او زیاته یې کړه چې، د اوربند لپاره د اوکراین د ولسمشر پټرو پروشینکو وړاندیز د دې معنی لري؛ چې بیلتون غوښتونکي وسلې وغورځوي او ځان تباهۍ ته تیار کړي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر ټینګار وکړ چې؛ اروپايي اتحایه او د امریکا باید د اوکراین له حکومته وغواړي چې؛ له هغو ځایونو چې پر ملکي خلکو ډزې کیدلای شي، خپل عسکر وباسي:

"موږ سخت افسوس کوو چې؛ زموږ غربي همکاران د دې وضعیت په اړه ړانده دي او د کییف د حکومت له خوا چې هرڅه ویل کیږي؛ ملاتړ یې کوي. د دوی اقدام جدي نه دي، یو اړخیز او د جوړجاړي پر بنا دي."

د روسیې ولسمشر پر اروپايي اتحادیه تور لګولی چې؛ د اوکراین د پوځ پردې کار یې سترګې پټې کړي چې؛ په مستقیم ډول پر ملکي اهدافو حملې کوي.

د روسیې حکومت دا ردوي چې اوکراین ته یې عسکر استولي او یا یې له بیلتون غوښتونکو سره مرسته کړې.

غربي دولتونو پر روسیه د ویزې او سوداګرۍ په برخه کې بندیزونه لګولي چې؛ دې هیواد ته یې د زیاتو غربي هیوادو د خوراکي موادو صادارت بند کړي دی.

د روسیې ولسمشر نن هیله څرګنده کړه چې؛ دا بندیزونه به پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG