د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

اسلام آباد: د خان او قادري پلويانو پر دولتي ودانيو بريدونه کړي


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوند زرګونو قهرجنو مظاهره چيانو د پاکستان د دولتي تلويزيون ودانۍ ته ورننوتي؛ خپرونې يې ځنډولي او ودانۍ ته يې پر زيان اړولو سربېره د تلويزيون ډېرى کارمندان ډبولي دي.

د عمران خان او د طاهر القاردي زرګونه مظاهره چيان، چې اګست له ١٤م نېټې راهيسې په اسلام اباد کې پراخ لاريونونه پيل کړي او د نواز شريف د استعفا او د حکومت د منحلولو غوښتنه کوي.

دا مظاهرې تر هغې وروسته په تاوتريخوالي واوښتې، چې د يکشنبې په شپه د عمران خان او قادري پلويانو د پاکستان پر پارلمان او د صدراعظم د دفتر پر ودانۍ يرغل وکړ او له پوليسو سره يې نښتې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه د روغتيايي چارواکيو په وينا لږ تر لږه ٣ کسان مړه او تر ٥٠٠ زيات ټپيان شوي، چې ماشومان او ميرمنې هم پکې دي.

دغو مظآهره چيانو د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا د صدراعظم نواز شريف د دفتر او همداراز د پاکستان د دولتي تلويزيون پر ودانۍ سربېره پر يو شمېر نورو دولتي ودانيو بريد وکړ، چې په پوليسو يې د مخنيوي او تيت پرک کولو لپاره له اوښلن ګاز او ربړي مرميو کار واخيست.

د پاکستان د دولتي تلويزيون رييس اطهر فاروق له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې پر ودانۍ بريد کوونکي په وسلو سمبال وو، چې کارمندان يې ووهل او ودانۍ ته سخت مالي زيان واړوه:

"مظاهره چيان ټول په وسله او کوتکونو سمبال وو، او پر دې پوهېدل چې په ودانۍ کې کومو څيزونو ته زيان واړوي، څو د تلويزيون خپرونې قطع شي."

هغه زياته کړه، چې د تلويزيون پر ودانۍ د مظاهره چيانو په بريد کې د ٢٠ کامرو په ګډون يو شمېر نور څيزونه ورک شوي دي.

د عمران خان او قادري مظاهره چيان چې په کوتکونو او سپکو وسلو سمبال دي، پر پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو سخت تشدد کړى، چې له امله يې پاکستاني حکومت د ډېرو دولتي ودانيو امنيت پاکستانيو پوځيانو ته سپارلى.

د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، چې دوى د صدراعظم د دفتر مخې ته رسېدلي او اوس هېڅوک د ازادي او انقلاب د سمندر مخه نه شي نيولاى او زياته يې کړه، چې د نواز شريف تر استعفا او د نوي پاکستان تر جوړېدا به له خپلو احتجاجونو او مظاهرو لاس وانخلي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت او ددې هېواد لوى څارنوال په اسلام اباد کې پر دولتي ودانيو د مظاهره چيانو بريد غندلى او پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو ته يې امر کړى، چې د دولتي ودانيو امنيت دې لا کلک کړي.

دا مظاهرې د اسلام اباد په سرې سيمې ريډ زون کې روانې دي، چې شاوخوا يې د پاکستان د پارلمان او د صدراعظم د دفتر په ګډون يو شمېر دولتي ودانۍ او همداراز د ګڼو بهرنيو هېوادونو سفارتونه پراته دي.

د يادونې وړ ده، چې د عمران خان او قادري د مظاهره چيانو او د پوليسو ترمنځ اوس هم نښتې روانې دي، چې په ترڅ کې د پوليسو د يوه جګپوړي قومندان عصمت الله په ګډون لسګونه کسان ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره د اسلام اباد پمز او نورو روغتونونو ته لېږدول شوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG