د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

"انتخاباتي لانجو د افغانستان اقتصاد ته ۶ میلیارده ډالره زیان رسولی"


د افغانستان د مالیي وزارت وايي، که څه هم انتخاباتي لانجو د دغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا شپږ میلیارده ډالره زیان رسولی خو د ډېرو ستونزو د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د انتخاباتي بهیر اوږیدیدو ملي عواید، بهرنۍ پانګونې او اقتصاد له زیان سره مخ کړي خو د لګښتونو په مخنیوي او د لوړو امتیازاتو په کمولو سره دا ستونزه تر یوه حده هواره شوې ده.

خو اقتصادي کارپوهان په دې باوردي، چې افغان حکومت د لګښتونو مخنیوی نه دی کړی او په کارده چې د لګښتونو په مخنیوي سره د ورته حالاتو لپاره لازم چمتوالی ونیول شي.

وروسته له هغه چې افغان چارواکو ملي بودیجې ته د انتخاباتي لانجو له امله د پنځو ترشپږمیلیارد ډالري تاوان له اوښتو خبر ورکړ،د دولتي کارکونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې ځیني اندیښنې رامنځته شوې.

د مالیې وزارت وايي، که څه هم د انتخاباتو د بهیراوږدیدو او سیاسي کړکیچونو په کافي اندازه ملي عواید او بهرنۍ پانګونې کمي کړي خو د کارکونکو د معاشونو او ځینو نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې په لګښتونو او لوړو امتیازونو کې کمښت راوستی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني وویل، د ۲۰۱۴ کال ترپایه د دولت د کارکونکو په معاشونوکې د هرډول ستونزه مخه نیول شوې خو باید چې د انتخاباتو لانجه ژر پای ته ورسیږي:

″په هېواد کې د اوسني ټاکنیز بهیر اوږدوالي پنځو تر شپږ میلیارد ډالرو پورې دا یې زموږ ټول ملي اقتصاد ته زیان رسولی دی خو بیا هم د تجملي اشیاو خریداري دا مو بالکل بنده کړې ده. د تجهیزاتو، دفتري لوازمو او داسې نورو خریدارایانو په دې کې مو هم سپما کړې ده.

عادي مامورین د تېرپه څېرخپل معاشونه په خپل وخت اخلي. بعضي امتیازاتو کې چې هغه هم ډېرلوړدي په دې کې مو د کمښت پریکړه کړې ده.

نو ټول مامورین دې ډاډمن و اوسي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې هیڅ کومه ستونزه نه لیدل کیږي.″

ښاغلي جیلاني وویل، د دې لپاره چې په ملي بودیجه کې د رامنځته شوې تشه ځای ډک شي بهرني پانګه وال به ترلس کلونو پورې د انتفاعي مالیې له ورکړې معاف وي.

ده وویل، هیله مندي شي چې راتلونکی حکومت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د زمینې په برابرولو سره بېرته اقتصادي حالت عادي او ښه کړي.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت نه دی توانیدلی په تېروڅو کلونو کې د لګښتونو مخه ونیسي او په کار ده چې د ورته حالاتو لپاره له مخې تدابیرنیول شوي وای.

تاج محمداکبر ازادۍ راډيو ته وویل، د دې لپاره چې د اقتصادي ماتې مخه ونیول شي په کارده چې په ټولو برخو کې پانګونو ته زمینه برابره شي او د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي:

″دوی هیڅ وخت تعذیرات یا په اصطلاح صرفه جويي نه کار نه دی اخیستی.

باید دوی صرفه جويي له لومړیو ترسره کړې وای. نوي حکومت ته په کار ده چې اول قدم کې باید د بهرنیانو سره خارجي سیاست په داسې شکل سره وکړي چې رغنده سیاست وي.″

د ښاغلي اکبرپه خبره روان انتخاباتي بهیراو رامنځته شوی سیاسي کړکیچ د دې لامل شوی چې اکثر بهرنۍ پانګې له افغانستانه ووځي.

د روان کال له لومړیو څخه د افغانستان د مالیې وزارت په وار وار د عوایدو د کمیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي دې ته په کتو چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی د وارداتي توکو بیو لوړې شوي دي.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG