د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

اسراییل او حماس اوربند وکړ


د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس په رام اله کې د سې شنبې په ورځ ناوخته د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند اعلان وکړ:

″زه غواړم چې د فلسطیني مشرتابه موافقه د مصرپه بلنه د پراخ او دایمي اوربند په اړه اعلان کړم.″

دغه اوربند پرون د فلسطین په وخت د ماښام له اتو بجو پیل شو. اسراییلي چارواکو هم اعلان وکړ چې اوربند یې منلی دی.

د اسراییل د حکومت ویاند مارک ریګیف رویټرز اژانس ته وویل:

″اسراییل د مصرله لوري وړاندې شوی اوربند ومانه. موږ هیله لرو چې دا ځل به اوربند ټینګ شي.

زه اوس فکر کوم، چې خاورې اوس کښیني، نو ډیرخلک به پوښتنه کوي چې ولې نن حماس هغه څه مني چې یوه میاشت مخکې هم مصر د هغه چوکاټ جوړ کړی و اوحماس نه مانه. که داسې شوي وای د څومره وینو د بهیدو مخه به نیول شوې وای.″

د اوربند له مخې به اسراییل د غزې محاصره لږسسته کړي او بشري مرستو ته به اجازه ورکړي چې د غزې له خلکو سره وشي. همداراز به د بیا رغاونې لپاره لاره پرانیزي.د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس وویل:

″هیله لرو، چې له دې اوربند سره په غزه کې زموږ د خلکو غوښتنو ته ځواب وویل شي او اړتیاوې یې په نظر کې ونیول شي، هغوی ته خواړه او خوراکي مواد ورسیږي، هغه ځایونه چې تیري کوونکو نړولې دي د هغوی بیارغونه پیل شي او زه له نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړم چې دغه مواد ژرتر ژره چمتو کړي.″

یو شمېرمهم موضوعات لاهم پاتې دي او ټاکل شوې ده چې په یوې میاشتې کې دننه دننه به پردغو موضوعاتو په قاهره کې خبرې پیلیږي. په دې ترڅ کې حماس غوښتنه لري چې د غزې محاصره دې یو مخ پای ته ورسیږي، د غزې هوایي ډګر او سمندري بندر دې بیا پرانیستل شي او اسراییل له حماسه غواړي چې وسلې دې وسپاري.

XS
SM
MD
LG