د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

پاکستان: د سياسي کړکېچ د اواري لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي


په پاکستان کې په دې وروستيو کې د حکومت مخالف ګوندونو د احتجاجونو او مظاهرو له امله د رامنځته شوي سياسي کړکېچ د هواري لپاره، ددې هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو له تېرو دولسو ورځو راهيسې په پايتخت اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي، چې دا مهال د دواړو ګوندونو زرګونه پلويان د پاکستان د پارلمان مخې ته د احتجاج په ډول راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا او د پارلمان د منحلولو غوښتنه کوي.

په دې هېواد کې وروستيو سياسي شخړو د هواري لپاره د پاکستان د جماعت اسلامي او پيپلز ګوند په ګډون د يو شمېر نورو سياسي ګوندونو جګپوړو چارواکيو د سه شنبې په ورځ د تحريک انصاف او مسلم ليګ ن له استازيو سره کتلي او د روان سياسي کړکېچ د ژر هواري پر لارو چارو يې ورسره خبرې کړي.

له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم له دفتره په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې صدراعظم نواز شريف د سه شنبې په ورځ د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په ګډون يې ورسره د پاکستان د روان سياسي وضعيت په اړه خبرې کړي.

خبرپاڼه کاږي، چې نواز شريف او جنرال راحيل شريف د پاکستان د ملي ګټو د تضمين لپاره د روانو سياسي شخړو د ژر حل کېدو تمه څرګنده کړه.

بل خوا د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مذاکراتي ټيم د سه شنبې په ورځ يو ځل بيا د نواز شريف له حکومت سره خبرې پيل کړې، چې له کومې مثبتې نتيجې پرته پاى ته ورسېدې.

تر مذاکراتو وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند جګپوړي چارواکي شاه محمود قريشي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې که څه هم له حکومت سره خبرې اترې بيا پيل کړې، خو له خپلې غوښتنې، چې نواز شريف دې له صدراعظمۍ استعفا ورکړي، نه دي وروسته شوي:

" که څه هم له حکومت سره مو خبرې اترې پيل کړي، خو موږ اوس هم پر خپلو پخوانيو غوښتنو ولاړ يو او له دې به لاس وانخلو."

د حکومت د مذاکراتي ټيم غړي او د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار همداراز رسنيو ته وويل، چې د مذاکرات بيا پيل مثبت ګام ګڼي او هيله يې وښوده، چې خبرې اترې به يې مثبتې نتيجې ولري:

" له تحريک انصاف سره مو يو ځل بيا خبرې اترې پيل شوي، موږ غواړو چې دا خبرې اترې روانې وساتو، ترڅو د ټولو ستونزو د اواري لپاره يوه ښه لار پيدا کړو."

خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران، چې دا مهال له خپلو زرګونو پلويانو سره د پاکستان پارلمان مخې ته د اعتراض په ډول ناست دى، خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې د نواز شريف له استعفا پرته به له حکومت سره خبرې اترې بې ګټې وي.

هغه يو ځل بيا پر نواز شريف غږ وکړ، چې استعفا دې ورکړي، ګنې دا به وروستۍ پريکړې ته اړ وځي.

عمران خان او طاهر القادري د نواز شريف په حکومت تور لګوي، چې په تېرو انتخاباتو کې يې پراخه درغلي کړي او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

د يادونې وړ ده، په اسلام اباد کې د حکومت ضد وروستيو مظاهرو او کړکېچن سياسي وضعيت پاکستان ته ستر مالي زيانونه اړولي او همداراز د يو شمېر بهرنيو هېوادونو ولسشمرانو دې هېواد ته خپل سفرونه هم ځنډولي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG