د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ظاهر: سعودي به قانع کړو، څو افغانستان له خپل وروستي شرطه معاف کړي


د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره د عربستان سعودي پرنوي شرط له سعودي چارواکو سره خبرې کوي.

سعودي عربستان ویلي، هغه الوتکې دغه هېواد ته حاجیان نه شي انتقالولی، چې له پنځه ویشتو کلونو زیاتې چلیدلې وي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې مشرحامد ظاهر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پریکړه د افغانستان د هوایي چلند او الوتکو له شرایطو سره مناسبه نه ده او باید د سعودي عربستان چارواکي د افغانستان په اړه پردې پریکړې له سره غور وکړي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې مسولین وايي، په نږدې ورځو کې به عربستان ته سفر وکړي څو له سعودي چارواکو سره د هغوي د وروستۍ پریکړې پر سرخبرې وکړي.

سعودي عربستان سږکال پریکړه کړي، هغه الوتکې چې ۲۵ کالو نه زیاتې چلیدلي وي نه شي کولای هغه هېواد ته حاجیان انتقال کړي.

د افغانستان د ملکي هوايې چلند ادارې مشرحامد ظاهرد پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، افغان حکومت غواړي د عربستان دې شرط ته د حل یوه مناسبه لارپیدا کړي.

ښاغلی ظاهر زیاتوي، هڅه کوي سعودي چارواکو ته قناعت ورکړي څو افغانستان له دې شرطه معاف کړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د افغان حاجیانو د انتقال د بهیرپیل ته په ګوته شمار ورځې پاتې دي.

د افغانستان د ملکي او هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې سږ کال به څلور ویشت زره افغان حاجیان د هېواد له څلورو هوایي ډګرونو نه د حج د فریضې د اداکولو لپاره عربستان ته ولاړ شي.

په عین حال کې د افغانستان د ځینو خصوصي شرکتونو مسولین وايي، چې د حاجیانو د انتقال پروسې ته لږ وخت پاتې دي او نه شي کولای چې دې مسالې ته بله د حل لار پیدا کړي.

د کام ایر نړېوال شرکت حقوقي مشرفدا محمد فدايي له عربستانه غواړي چې سږ کال افغانستان له دې شرطه نه معاف کړي:

″موږ کومه بله لارنه لرو، ځکه چې په مارکېټ هغه طیارې چې عمریې له ۲۰ کلونو نه لږ وي نه پیدا کېږي او که چېرې اوس پیدا هم شي نو د حاجیانو انتقال ته ډیر کم وخت پاتې دي، نو ستونزه دا چې بله طیاره واخلو او یا په احجاره یې واخلو، نو بدیله لاره نشته پرته له دې چې سعودي عربستان موږ ته اجازه را کړي څو خپلو پروازونو ته ادامه ورکړو.″

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې مشرحامد ظاهر وایي، چې د سعودي له دې پریکړې سره به یو شمېر زیاتو هوايي شرکتونه ته زیان ورسیږي.

نوموړی وايي، چې دا مهال د افغانستان د هوايي شرکتونو یو شمېر زیاتې الوتکې له ۲۵ کلونو نه زیاتې چلیدلي.

له بلې خوا د افغانستان د وزیرانو شورا هوايي شرکتونو ته د سنبلې تر ۲۵ وخت ورکړي څو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت او د حج او اوقافو وزارت په مرسته له عربستان سره دا ستونزه حل کړي کنه نو د بهرنیو هوايي شرکتونو په مرسته به حاجیان د حج د مراسمو لپاره عربستان ولیږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG