د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

نور: که د رایو بهیربې پرې ثابته نه شي ملي پاڅون به رامنځ ته شي


په افغانستان کې یوه قوي والي او پخواني قومندان عطا محمد نور ويلي دي چې؛ که د رايو د تفتيش بهيربې پرې ثابته نه شو او د ده د خوښي کانديد عبدالله عبدالله ګټونکې ونه ټاکل شو، په هېواد کې ملي پاڅون رامنځته کېدای شي.

د جون د مياشتې د انتخاباتو د نتايجو وروسته، عطامحمد نور د يوه ستر لاريون ګواښ کړی و.

۵۰ کلن عطا محمد نور د انتخاباتو د لانجو وروسته په عام محضر کې نه دی ليدل شوی او داسې ويل کېدل چې، افغانستان يې پرې ایښی دی.

پرون دی کابل ته راغلی. د ده په وينا، دی د شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال ټپي شوی و او اوس يې د هغو زخمونو د عمليات لپاره له هېواده دباندې تللی و.

ښاغلي نور ډېر ژر د بهرنيو او افغان چارواکو په هلوځلو جوړ شوي د انتخاباتو بهير ته په ښکاره ګواښ وکړ؛ چې په دې بهير کې د طالبانو د رژيم وروسته له ۲۰۰۱میلادي کال را په دې خوا به د لومړي ځل لپاره په ډيموکراټيکه توګه د ولسمشرۍ واک نوي جمهور ريس ته سپارل کيږي. ده له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وويل:

″که د رايو تفتيش يو اړخيز وي يا په کې درغلی وشي، موږ به هغه نتايجو ته سرنه ټيټوو او نه به يې منو.

موږ کړکېچ نه غواړو، خو موږ به د خپلو خلکو د حق دفاع کوو. موږ به ملي پاڅون وکړو.

موږ به دولتي ودانۍ او ادارې ونيسو. موږ به دا بهير تحريم کړو او موږ به راتلونکې حکومت نه منو ځکه چې هغه به هيڅ مشروعيت نه لري.″

عطا محمد نور دا خبرې پرون له هغه وروسته وکړې چې؛ د عبدالله سياسي مخالف اشرف غني د قدرت د وېشلو له خبرې پرشاشو او وې ويل چې، په يوه هېواد کې دوه مشران امکان نه لري.

دواړوکانديدانو د امریکا په غوښتنه د جون په مياشت کې د قدرت پر وېش موافقه کړې وه.

ښاغلي نور د جون په مياشت کې د لومړي پړاو د انتخاباتو د نتايجو له اعلان وروسته هم ورته ګواښونه کړي وو.

ښاغلي عبدالله پرخپل مخالف کانديد د لوړې کچې د درغليو تورونه ولګول او تاوتريخوالی زيات شو.

د راپورونو له مخې وسله وال کسان د کابل پرلور وخوځېدل او عطا محمد نور خبرداری ورکړ چې؛ که عبدالله ټاکنې وبايللې، دی به په کابل کې موازي حکومت اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG