د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

د بلخ والي عطا محمد نور ټول اجرايوي صلاحيتونه خپل مرستيال ته سپارلي


له بلخه د معلوماتو او د را رسېدلو راپورونوپه اساس چې د افغانستان د جمهوري رياست دويم ځل ټاكنو را وروسته د بلخ والي عطا محمد نور چې په شمال كې د انتخاباتو په بهيركې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له عمده او كليدي ملاتړ كوونكو څخه وو، خپل ټول اجرايوي صلاحيتونه يې خپل مرستيال ظاهر وحدت ته سپارلي دي.

د بلخ کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت والي عطا محمد نور له خپلې دندې فاصله اخيستې او ټول اجرايوي صلاحيتونه يې د يوه مكتوب په ذريعه خپل مرستيال ظاهر وحدت ته سپارلي دي.

د بلخ د والي مرستيال ظاهر وحدت له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وویل چې ښاغلي نور په لیکلي بڼه خپل ټول صلاحیتونه هغه ته تسلیم کړي.

دا چې ولې او د كومو عواملو په اساس د بلخ والي عطا محمد نور د دې ولايت ټول اجرايوي او يا هم غير اجرايوي مسووليتونه خپل مرستيال ته سپارلي دي او خپله دنده یې پریښې د هغه مرستيال ظاهر وحدت يې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"زه ستاسو له دې تعبير سره موافق نه يم چې والي تېښته كړې له دندې څخه بلكه صلاحيتونه يې سپارلي دي.

د یوه مکتوب په اساس د والي صاحب ټول صلاحيتونه د هغه په حضور او يا هم نشتون كې ماته سپارل شوي دي.

دا چې ولې زه خپله هم پرې نه پوهيږم او بايد د بلخ والي يې خپله ځواب ووايي."

بلخ د افغانستان په شمال كې له لومړۍ درجه ولايتونو څخه شمېرل كيږي چې د تېرو ۱۳ كلونو په ترڅ کې نسبت نورو شمالي ولايتونو ته امن وه.

خو په دې ورستيو څو مياشتو كې په دې ولايت كې هم ناامني زياته شوې او د دې ولايت مستوفي وايي، چې انتخاباتي لانجو يې دولتي عوايد هم کم كړي دي.

په تېر انتخاباتو كې د بلخ والي هغه څېره وه چې په ډاګه يې خپل ملاتړ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتواوهمپالنې له ټيم څخه اعلان كړ، خو د موجوده معلوماتو پر بنسټ چې وروسته له انتخاباتو يې له خپلې حكومتي دندې فاصله اخيستې او ټول اجرايوي صلاحيتونه يې خپل مرستيال ته سپارلي.

د بلخ والي په داسې حال کې خپل ټول اجرايوي صلاحيتونه د بلخ ولایت مرستیال ته سپاري چې تردې د مخه پرهغه له دولتی امکاناتونه د ناوړې ګټې اخیستنې او د مرکزي دولت پرضد په ځینو څرګندونو تورن شویدی.

مجيب الرحمن حبيب زى

XS
SM
MD
LG