د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

ځوانان د نورو په نسبت اختر رنګین لمانځي


افغان ځوانان که هلکان یا نجونې دي اختر ته ډېر تیاری نیسي او له دې خوشحالۍ نه ښه لمانځنه کوي.

په کلیو او بانډو کې هلکان میلې جشنونه ، اتڼونه او بیلابیلې لوبې کوي او د اختر ورځې په خوشحالۍ تیروي.

دې ته په پام سره چې په افغانستان کې ډېر قومونه میشت دي له اختر نه هم د بیلابیلو قومونو ځوانان له خپلو دودونو سره سمه لمانځنه کوي.

اس ځغلونه،وزلوبه،نیزه وهل،غیږې،غورڅۍ،هګۍ جنګول او داسې نورې لوبې په کلیو او بانډو کې د افغان ځوانانو اختریزې بوختیاوې شمیرل کیږي.

خو په ښارونو کې ځوانان په لږ توپیر له دې جشن لمانځنه کوي څوک سینماګانو ته ځي،څوک هم په کنسرټونو او نورو جوړو شویو نندارتونو او میلو کې برخه اخلي.

« نوم مې بلال دی. شکر مسلمانان یو یوه میاشت روژه مو ونیوله. درې ورځې اختر کې باید میلې وکړو له خپلو دوستانو او له خپلې کورنۍ سره .»

« زما نوم نجیب الله دی. تېر اخترونه به ډېر ښه و.ځوانان به له کورونو راوتل بزکشۍ به کیدلې،لوبې به کیدلې هګۍ جنګي به کیدلې.»

« زما نوم عزیزالله دی. زه د کندهار اوسیدونکی یم. مونږ لپاره اختر یعنې ډېر د خوشۍ ورځ ده. خپلو خپلوانو کره ځو.دغسې له خپلو ملګرو سره میلې کوو»

نجونې هم په اخترونو کې تر خپل وس په خپلو منځونو کې میلې کوي د خپل خپلوانو کره راشه درشه لري او که یې کورني محدودیتونه لږ وي نو پارکونو ته وځي او په خوشحالۍ خپلې اختریزې ورځې تېروي.

خو ترډیره نجونې په افغاني ټولنه او په ځانګړې توګه کلیو او بانډو کې په خپلو کورونو کې په کار کولو لګیاوې وي او د اختر له لمانځنې بې برخې وي.

لیمه او څانګه په دې اړه وايي:

« اختر درې ورځې چې راځي ټول ورته ډېرې خوشحالۍ کوي. خو په ما باندې خوښ نه تیریږي. ځکه چې مونږ د اختر په ورځو کې بهر نه وځو.میلمانه راځي نو هماغه چای او د اختر میوې دي بس.»

« داسې ورځې شوي چې مثلا کالي مو اغوستي چې خپلو دوستانو کره لاړ شو په هماغه شیبه میلمانه راغلي. زه مجبوره شوې یم چې کینم هغوی ته پخلی وکړم نو له دغه تګ څخه زه پاتې شوې یمه.»

که څه هم افغانان په مجموعي توګه له اقتصادي پلوه کمزوري دي خو ځوانان تر نورو ډېره خواري کوي چې په اخترونو کې نوې جامې واغوندي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د اختر لپاره پوره چمتوالی لري څو ځوانان په اخترونو کې په ارامه زړه خپلې خوشحالۍ ولمانځي.

ددغه وزارت د ځوانانو د برخې معین تیمورشاه اسحق زي ازادي راډیو ته وویل کوم ځوانان چې له دې مخکې سره خفه وي د دوی په هڅه پخلا کیږي او هڅول کیږي چې له کینې او کرکې لاس واخلي.

« مونږ هم د ځوانانو معینیت،د ځوانانو نهادونه مختلفې ټولنې راځي یو بل سره کینو. د یو بل له حال احوال نه خبریږو. بل د ځوانانو تر منځ چې کومې شخړې وي زما په کور کې کیني سره کوښښ کوو چې دوی سره پخلا کړو او پخوانۍ کینې یو خوا ته کیږدي.»

اسحق زي وویل افغان دولت تل په هڅه کې دی چې خپلو اتباعو ته د ارامه او سوکاله ژوند اسانتیاوې برابرې کړي او په اخترونو کې له امنیتي پلوه پوره چمتوالی نیسي.

اسحق زی وايي د سږ کال له وړوکي اختر وروسته د ځوانانو نړیواله ورځ هم لمانځل کیږي چې په مناسبت یې دلته په افغانستان کې هم کنسرټونه، جشنونه او بیلابیل نندارتونو په پام کې نیول شوي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG