د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

په غزه کې لنډمهال اوربند ته هيلې پيدا شوي


که څه هم حماس پرون له اوربند سره موافقه وکړه خو څرګنده نه ده چې په غزه کې امن به څومره دوام وکړي.

په غزه کې نښتې پرون وروسته له هغه یوڅه کمې شوې چې حماس د بشري مسایلو په خاطر له اوربند سره موافقه وکړه خو له دې سره سره د یوه بشپړ اوربند د ټینګېدو نښې نښانې نه لیدل کېږي.

د حماس یوه ویاند پرون وویل، دا اوربند د ملګروملتونو د غوښتنې له مخې او په بشري دلایلو منل شوی. سامي ابوزُهري د اوربند په اړه د حماس پرېکړه پرون په غزه کې خبریالانو ته اعلان کړه:

”په غزه کې زموږ د خلکو د حالت په اړه د ملګروملتونو د څېړنو په غبرګون کې او په تېره د کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت د فلسطیني ډلو ترمینځ بحثونه وشول او موافقه وشوه چې په بشري دلایلو به له دوو بجو وروسته ۲۴ ساعته اوربند منو“

خو د حماس له اعلانه څو ساعته وروسته یوځل بیا د اسراییلو پر قلمرو د توغندیو د پرېوتو آوازونه واورېدل شول او اسراییلي رسنیو راپورونه ورکړل چې پوځ د غزې پر تړانګه پرته له دې چې هدف یې ډېر روښانه وي، د توپونو ډزې وکړې.

د حماس له خوا پر اسراییلو د توغندیو له لګېدو وروسته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اوربند د دوام په اړه شک څرګند کړ. نتنیاهو یوځل بیا ټينګار وکړ چې حکومت به یې د خپلو وګړو د ساتنې لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونکړي.

نتنیاهو له بیت المقدس څخه له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې پر حماس تور ولګاوه چې حتی خپل اوربند نه رعایت کوي:

”موږ پنځه واړه اوربندونه ټول ومنل او رعایت مو کړل خو حماس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو وروستیو بشري اوربندونو په ګډون چې موږ ومنل او عمل مو پرې وکړ ټول رد کړي او سرغړونه یې ترې کړې ده. اوس حماس په خپله د اوربند وړاندیز کړی. منئ یې که یې نه منئ دوی حتی له خپل اوربند څخه سرغړونه کړې او پر موږ د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي“

په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس د غزې د اوسېدونو له قوله په راپور کې لیکي چې هم د اسراییلو پر قلمرو د حماس توغندي او هم پر غزې د اسراییلو حملې په کمېدو ښکاري او ښايي د دې معنا دا وي چې د دواړو اړخونو ترمینځ اوربند ورو- ورو د عملي کېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې نړیوال منځګړي د دایمي اوربند د تینګولو لپاره په هڅو کې پاتې راغلل.

د امریکا د بهرنیوچارووزیر جان کري چې په مصر کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمینځ د سولې د خبرو په درشل کې د اوربند د هڅو په ترڅ کې یوه اونۍ په منځني ختیځ کې تېره کړه، پرون واشنګټن ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG