د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

افغانان نن کوچنى اختر لمانځي


نن دوشنبې د 1435 ق کال د شوال المکرم د میاشتې لومړۍ نېټه ده چې د کمکي اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

د سعودي عربستان سلطنتي دفتر پرون په يوه بیان کې وویل چې د دې هېواد سترې محکمې تېر ماښام له لمر لوېدو وروسته د شوال د مياشتې حلول لیدلی دی. کويت، لبنان، قطر، سوریې، متحده عربي اماراتو، یمن، بحرين، فلسطين او عراقي سنيانو هم اعلان کړی دی چې نن به اختر کوي.

د افغانستان سترې محکمې چې د پخواني دود له مخې د سعودي له اختر سره یوځای اختر پیلوي هم پرون ناوخته په یوه بیان کې تایید کړه چې نن به د کمکي اختر لومړۍ ورځ وي.

په پام کې ده چې د اختر لمونځ نن سهار په پلازمېنه کابل او د هېواد په ولایتونو کې ادا شي. ټاکل شوې چې افغان ولسمشرحامدکرزی د اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر له آزادۍ راډیو سره په یوه ټلفوني تماس کې وویل چې ښاغلی کرزی به د ارګ په جامع جومات کې له دولتي چارواکو سره په ګډه د اختر لمونځ ادا کړي.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د اختر د ورځو د امنیت لپاره پوره تیاري لري. د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اختر د امنیت لپاره د تیاریو په ترڅ کې یې په بیلابیلو ولایتونو کې یوشمیر هغه مخالفین چې د اختر په ورځو کې یې د انتحاري حملو نیت درلود نیولي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل، نیول شویو څلورو کسانو غوښتل د اختر په ورځو کې په بدخشان، هرات او پکتیکا ولایتونو کې انتحاري حملې وکړي.

ښاغلي صدیقي په بدخشان کې نیول شوي دوه کسان هغه تروریستان وبلل چې په شمالي وزیرستان کې روزنه ورکړل شوې ده:

"لومړی په بدخشان ولایت کې، دوو تنو انتحاري حمله کوونکو چې په شمالي وزیرستان کې روزنه وکړل شوې وه، داسې پلان درلود چې، غوښتل یې د اختر د لمانځه پرمهال انتحاري حملې وکړي چې؛ د خدای په فضل سره د ملي امنیت ریاست منسوبینو له خوا ونیول شول."

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه د انتحاري حملو واسکټونه، سپکې وسلې او نور وسایل ترلاسه شوې دي.

بې امنیتي د سږني کمکي اختر په وړاندې یوازینۍ ستونزه نه ده. د ولسمشرۍ د دوهم پړاو له انتخاباتو وروسته مبهم حالت او همداراز د خلکو کمزوری اقتصادي نورې هغه ستونزې دي چې سږکال یې د افغانانو د اختر پر خوشالیو سیوری غوړولی.

XS
SM
MD
LG