د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

"د اوباما ټیلفوني خبرې یعنې امریکا په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي"


د دواړو انتخاباتي ټيمونو استازي وايي چې؛ له دوی سره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وروستۍ ټلیفوني خبرې د دې څرګندونه کوي چې؛ امریکا غواړي له افغانستان سره خپل تعهدات په ډاګه کړي.

د تحول او تداوم دټيم ویاند فیض الله ذکي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ د ښاغلي بارک اوباما له دې ټیلفوني خبرو ښکاري چې؛ امریکا غواړي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

"ښاغلی اشرف غني احمدزی او د تحول او تداوم ټيم په دې باور لري چې؛ د ولسمشر بارک اوباما ټیلفونې خبرې د دې ښکارندويي کوي؛ چې امریکا له افغانستان سره اوږد مهالو مرستو ته ژمن ده او په دې هېواد کې د ثبات او پرمختګ غواړي."

ښاغلي ذکي وویل، چې په دې ټیلفوني خبرو کې تر ډيره د دواړو کاندیدانو هغه هڅې ستایل شوي چې؛ د ملي ګټو د تامین لپاره ترسره کړې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د امریکا د ولسمشر ټیلفونې خبرې د هغو موافقو یوه برخه وه چې؛ تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت د جوړېدو پرسر شوې وې.

ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو سره دغه ټیلفوني خبرې د جمعې په ماښام کړي.

په دې خبرو کې ولسمشر بارک اوباما له دواړو کاندیدانو څخه په ټینګه غوښتي چې؛ د جمهوري ریاست د دوهم ځلي انتخاباتو د رایو د سختې او ټکنۍ څیړنې په جریان کې باید ملي وحدت وساتي.

دا په داسي حال کې ده چې، تقریباً دوه اونۍ مخکې جمهور رییس بارک اوباما له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره په ټلیفوني خبرو کې د انتخاباتو د کړکیچ په پای ته رسیدو ټینګار کړی و.

په عین حال کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم یو ویاند فضل الرحمان اوریا هم وایي چې؛ د جمهور رییس اوباما خبرې په افغانستان کې د ډيمکراسي او قانون حاکمیت په برخه کې د امریکا تعهد په ګوته کوي.

ښاغلي اوریا وویل چې، د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته ډاډ ورکړی چې؛ د دواړو ټيمونو ترمنځ وروستۍ توافقات به عملي شي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست روان انتخاباتي ستونزې وروسته له هغې پای ته ورسیدې چې؛ دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سلا شول.

XS
SM
MD
LG