د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

د انتخاباتو کميسيون د عبدالله د انتخاباتي ټيم وروستۍ ادعا رد کړه


د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو د يوه کانديد د انتخاباتي ډلې وروستۍ ادعا رد کړه چې؛ ويلي يې وو، د انتخاباتو خپلواک کميسيون کارکوونکي د رايو په تفتيش کې مداخله کوي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند ازادۍ راډيو ته وويل؛ د دې کميسيون هغه کارکوونکي چې د رايو په تفتيش بوخت دي؛ د دواړو کانديدانو د کسانو په تاييد ګمارل شوي دي.

نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل؛ که د انتخاباتو خپلواک کميسيون پر هر کارکوونکي د مداخلې شک کیږي بايد چې د محلونو مسوولو کسانو يا سوپروايزرانو ته يې راپور او معلومات ورکړل شي:

تر دې مخکې د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو د کانديد عبدالله عبدالله د ډلې يوه وياند ادعا وکړه؛ چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون کارکوونکي د رايو د تفتيش په روان بهير کې مداخله کوي.

فاضل سانچارکي ازادۍ راډيو ته وويل؛ د کارکوونکو دغه مداخله د سمې څارنې کار ته خنډونه جوړوي:

”د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ځينو کارکوونکو ځينې مداخلې، زور او فشار د منل شوي توافق خلاف ترسره کیږي؛ چې ځينې مهال د کانديدانو څارونکو ته د دقيقې څارنې کار ستونزمنوي. هيله ده د انتخاباتو خپلواک کميسيون کارکوونکي اجازه ورکړي؛ ټول څارونکي تر دې لا په دقت سره څارنه وکړي، چې ډاډ ترلاسه کړي.“

خو ښاغلي سانچارکي په مشخص ډول ونه ويل چې؛ د انتخاباتو خپلواک کميسيون کاروونکي د رايو په تفتيش کې څه ډول مداخله کوي.

نوموړي بيا هم دغه پروسه د منلو وړ وبلله او هيله يې وښوده چې، دغه بهير به په راتلونکو ورځو کې نور هم چټک او معياري شي.

هیله ده د رايو د تفتيش پروسه به پر خپل وخت ترسره شي؛ ځکه نوى ولسمشر چې به ګټونکى اعلانیږي مهم کارونه په مخکې لري.
پتمن

که څه هم سانچارکي وايي، د رايو پر تفتيش د څار لپاره د اروپايي او نورو نړيوالو څارونکو شمېر کم دى؛ خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور وايي؛ تر اوسه يې ١٧٠ نړيوالو څارونکو ته کارډونه ورکړي؛ چې پر دې پروسه څارنه کوي.

دغه کميسيون وايي، په تېرو دوو ورځو کې ٣٠ ټيمونو د دې پروسې څارنه کړې او نن به يې شمېر پنځوسو ته ورسېږي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو د بل کانديد اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټيم يوه وياند صديق پتمن هيله وښوده؛ چې د رايو د تفتيش پروسه به پر خپل وخت ترسره شي؛ ځکه نوى ولسمشر چې به ګټونکى اعلانیږي مهم کارونه په مخکې لري.

د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو لومړنۍ نتيجې د چنګاښ يا سرطان پر ١٦مه اعلان شوې، چې له مخې يې اشرف غني احمدزي څه باندې ٥٦ او عبداله عبداله څه باندې ٤٣ فيصده رايې ګټلې وې.

ښاغلي عبدالله تر دې اعلان مخکې وويل؛ دغه نتايج نه مني او د ټاکنو له دواړو کميسيونونو سره خپلې اړيکې ځنډوي.

کله چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري په منځګړيتوب دواړو کانديدانو د ملي يووالي حکومت پر تشکيل موافقه وکړه، انتخاباتي لانجه حل او د ټولو رايو پر تفتيش موافقه وشوه.

ټاکل شوې چې د ټولو٢٣زرو صندوقونو رايې چې شا و خوا اته مليونه کیږي تفتيش شي. د پروګرام له مخې بايد د ورځې د زرو صندقونو رايې تفتيش شي.

XS
SM
MD
LG