د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

احمدزی: له عبدالله سره شوی توافق افغانستان له خطره ژغورلی


د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي وايي، د ده له سیال عبدالله عبدالله سره د متحدوایالاتو په منځګړیتوب شوي توافق افغانستان له خطره ژغورلی او د راتلونکې حکومت مشروعیت یې یقیني کړی دی.

ښاغلي احمدزي له خپل سیال سره تر توافق وروسته د لومړي ځل لپاره له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې دې جوجاړي د ملي یووالي د یوه حکومت لپاره بنسټ جوړکړ.

ښاغلی احمدزی وايي نن سې شنبې به له ښاغلي عبدالله سره وګوري او د دواړو انتخاباتي ټیمونو په ګډون د یوه حکومت د جوړولو پر چوکاټ به خبرې ورسره پیل کړي.

د تحول او تداوم ټیم مشر په دې مرکه کې ویلي، لومړی هدف باید ثبات وي او دا توافق له دې هدف سره مرسته کوي. د نوموړي په وینا د دې انتخاباتو پر نتایجو نور نو څوک د مشروعیت له پلوه داغ نشي لګولای او راتلونکې ولسمشر به له روښانه واک او روښانه تهعد سره کار پیل کړي.

د ښاغلي غني په وینا د ملي وحدت یو حکومت به افغانان له سیاسي کړکیچونو چې تل یې د دوی پر ژوند ناوړه اغیز کړی او له خطر سره یې مخ کړي دي وساتي. اشرف غني احمدزي وايي، د خلکو دا پرېکړه چې د مرمیو پر ځای یې رایې غوره کړې، د سولې پرلور لومړی ګام دی او باید ستاینه یې وشي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش په منلو سره یو ستر ګام اخیستی او تر خپلو ګټو یې د خپل هېواد ګټې اوچتې بللې دي.

د امریکا د کانګرس د خلکو د استازو د جرګې د بهرنیوچارو کمیټې په یو بیان کې راغلي چې د دې کمیټې رییس ایډ- رایس Ed Royce په دې برخه کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کري د هڅو ستاینه کوي او هیله من دی چې له دې هڅو سره به په افغانستان کې روان سیاسي بحران پای ته ورسېږي.

بیان د ښاغلي رایس له قوله زیاتوي چې دی وايي، افغانستان د تېرې اونۍ ترپایه له دې خطر سره مخامخ و، چې ښايي بحران له کنټروله ووځي خو شوی توافق د تقلبي رایو د لیرې کولو په مقصد د شفافو هڅو څرګندونه کوي چې هدف یې سیاسي تفاهم دی.

ښاغلی رایس وايي چې دا هڅې به په راروانو اونیو کې پرله پسې د افغان او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې وي.

بیان همداراز یادونه کوي چې، د دې ترڅنګ چې عادلانه انتخابات خاص اهمیت لري افغان مشران باید له اختلافونو هاخوا ګام واخلي او دیموکراتیک ارزښتونه په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي او د تېرو څو کلونو په پرتله په دې برخه کې لازیاتې ژمنې وکړي.

XS
SM
MD
LG