د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د عبدالله عبدالله ګواښونه جدي ګڼل شوي


د افغانستان د ولسمشری د انتخاباتو د دوهم پړاو د کانديد عبدالله عبدالله مايوسه پلويان د دې انتخاباتو لومړنۍ پايلې کودتا بولي او د دوی ګواښونه چې وايې، د مخالف کانديد اشرف غني د حکومت منلو پرځای، يو موازي حکومت جوړوو، بايد جدي وګڼل شي.

د عبدالله عبدالله پلویانوله هغه وروسته د موازي حکومت د اعلان غوښتنې پيل کړې، چې د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو لومړۍ پايلې اعلان شوې.

د دوی دغه ګواښونه بايد جدي وګڼل شي. دا په دې چې عبدالله د يو قوي شبکې غړی دی او د موازي حکومت جوړولو لپاره سياسي او نظامي وسايل لري.

دا نه ده څرګنده چې د دوی د موازي حکومت غوښتنه په کابل کې د اوسني حکومت پرځای د بل حکومت جوړول وه او که په يوه بل ولايت کې نوی حکومت.

د عبدالله ډله د پخواني شمالي ټلوالي برخه ده چې نظامي جبهه يې په ۱۹۹۶میلادي کال کې جوړه او د افغانستان د شمال د ساتنې لپاره له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونيوی، جنګېده.

عبدالله د شمالي ټلوالې اخرنی د بهرنيو چارو وزير او د دې ډلې مشر احمد شاه مسعود ډېر نژدې ملګری وو.

احمد شاه مسعود پرامريکا د ۲۰۰۱میلادي کال د سپتمبر د ۱۱ د تروريستي حملو دوه ورځې مخکې ووژل شو.

له هغه وروسته چې امريکا د ۲۰۰۱م کال په پای کې طالبان مات کړل، شمالي ټلواله کابل ته ننوته او جنګيالي يې د افغانستان د نوي دولت په امنيتي ځواکونو کې شامل شول.

څېړونکي وايي، چې۱۳ کاله وروسته د امنيتي ځواکونو اساس پراخ شوی دی، خو د شمالي ټلوالې ځيني پخوانۍ شبکې اوس هم شته.

د کريسټيان مايکلسن تحقيقاتي انستيتوت ريس ارنې سټرانډ وايي، شمالي ټلوالې له لومړي سره د ملي اردو او پوليسو بنسټ جوړ کړ، ځکه چې د دوی ډېرعسکر دغو دوو ډګرونو ته ننوتل. ولسمشرحامدکرزي د بهرنيو سلاکارانو له خوا د امنيتي ځواکونو له روزنې وروسته ترډېره بريده د چارو واګې په خپل لاس کې واخيستې خو ځيني جوړښتونه اوس هم شته.

څېړونکي وايي، چې پخوانۍ شمالي ټلواله مخکې لا پرډېرو سياسي ډلو او غير رسمي شبکو وېشل شوې او له منځه تللې ده. خو دا نوي شبکې اوس هم د جنګياليو په شمول، خپلو وفادارانو ته معاش ورکوي.

ليکوال او په واشنګټن کې د نوې امريکا ادارې زده کوونکی، آنند ګوپال وايي، ښايي عبدالله تر ټولو قوي شبکه ولري ځکه دی د بلخ د والي عطا محمد نور، د کورنيو چارو په وزارت کې له ډېرو خلکو او په شمال کې د کوچنيو ملېشو سره لاس لري.

ګوپال زياتوي، چې يوه بله شبکه چې له عبدالله سره ده، د جمهورريس د پخواني مرستيال مارشال محمد فهيم ده چې ډېرې مليشې لري، په ځانګړې توګه په کندز کې.

څېړونکي وايي، چې که څه هم د انتخاباتو له لومړيو پايلو نارضايي د هېواد په تقسيم کې رول درلودلی او يا هېواد کورنۍ جګړې ته ور پورې وهلی شي، خو کړکېچ به دومره زيات نه شي.

دا ځکه چې د افغانستان په سياسي بهيرکې ګډونوال ټول لوري د امريکا دوامداره ملاتړته ضرورت لري.

ګوپال وايي، حقيقت دا دی چې د افغانستان د سیاسي بهير لوبغاړي، عبدالله، غني او نور، د دې پروسې د شتون لپاره د امريکا د دوامداره مالي ژمنو او پيسو چې پر افغان دولت او پوځ يې لګوي، پوروړي دي.

واشنګټن دا حقيقت په ډېره چټکۍ سره د کړکېچ د کمولو لپاره وکاراوه.

سپينې ماڼۍ يوه اعلاميه خپره کړې ده چې؛ که په دې کړکېچ کې له تاوتريخوالي څخه کار واخيستل شو او د اساسي قانون پر خلاف اقدام وشو، امريکا به خپلې مرستې بندي کړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په خپله له اشرف غني سره د جولای په ۹ او له عبدالله عبدالله سره د جولای په ۸ تليفوني خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG