د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د ازادۍ راډيو خبريال زبير ژمن وفات شو


د ازادۍ راډیو خبریال احمد زبیرژمن د ورپيښې ناروغۍ له کبله نن سهار وختيه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد ژمن له ډېرې مودې راهیسې د سږو د ناروغۍ له کبله د اسلام اباد په یوه روغتون کې بستر و.

د ازادۍ راډیو مشرهاشم مومند په دې اړه داسې وايي:

"په ډېرې خواشینۍ باندې نن موږ خبر واخیست چې زموږ یو ډېر ګران همکار، یو ډېر لایق انسان، یو لیکوال، یو ژورنالیست او یو شاعر چې ډېر کلونه یې د ازادۍ په راډیو کې د پښتو ژبې د چیف ایډیټر په توګه کار کاوو؛ نن سهار وفات شوی دی.

د ازادۍ راډیو ټول همکاران په دې پيښه باندې ډېر زیات خواشیني دي او موږ د زړه له کومې د ژمن صاحب کورنۍ ته صبر غواړو د الله پاک نه."

ارواښاد ژمن دوه دېرش کاله وړاندې په یوه متدینه او روڼ انده کورنۍ کې زیږیدلی و.

د ارواښاد ژمن د جنازې او فاتحې د مراسمو په اړه به وروسته خبر ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG