د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

۱۴رسنۍ د انتخاباتو پرمهال د سرغړونې له امله جریمه شوي


د افغانستان د انتخاباتو د رسنیو کمیسیون یوشمېر کورنۍ رسنۍ د دې امله نغدې جریمه کړي چې د انتخاباتو په پروسه کې یې له وضع شویو اصولو څخه سرغړونې کړي دي.

یوه راډیو او دیارلس خصوصي ټلویزیونونه چې د انتخاباتو په پروسه کې یې د رسنیو د تنظیم شوي لایحې سره سم عمل نه دی کړی او د انتخاباتي مبارزو د سکوت په مرحله کې یې هم د انتخاباتو په اړه خپرونې کړي؛ نغدي جریمه شوې.

د انتخاباتو د رسنیو کمیسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دا رسنۍ د انتخاباتو قانون د یوشپیتمې مادې له مخې؛ د نغدو پیسو په ورکړه مکلفې شوي دي.

د دې کمیسیون مشرې فریدې نیکزاد وویل؛ ځینې رسنیو د خپلو سرغړونې دلایل وړاندې کړي دي:

"څوارلسو رسنیو، د یوې راډیو او دیارلسو ټلویزیونونو په شمول اخطاریه ترلاسه کړې وه. ځینو یې وضاحت ورکړ چې، په کوم دلیل یې تنظیم شوی پروګرام په متوازن ډول پرمخ نه دی وړی. خو له دې سره سره بیاهم ولیدل شول چې؛ دا سرغړونه پراخه او د انتخاباتي مبارزو د سکوت په وخت کې تکرارشوه."

د ارزو، راه فردا، آیینه، افغان، دعوت، سبا، مهر، شمشاد، نورین، نور، هېواد، نګاه او ژوندون ټلویزیونونه او نوا راډیو هغه خصوصي رسنۍ دي؛ چې د جریمې په ورکړې مکلفې شوي دي.

میرمن نیکزاد وویل، یادې رسنۍ له پنځه زره افغانیو څخه نیولې ترپنځه اویا زرو پورې جریمه شوي دي.

دې دا هم وویل، ځینو رسنیو چې د انتخاباتو په پروسه کې یې په مسلکي توګه خپرونې کړي؛ د ستایلو وړ دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون، له انتخاباتو څخه دمخه یوه لایحه تنظیم کړې وه چې؛ په اساس به یې د رسنیو فعالیتونه څاري.

په همدې حال کې د خبریالانو او رسنیو د دفاع د ځینو ټولنو چارواکي وایي؛ ممکن ځینو رسنیو د انتخاباتو پرمهال سرغړونې کړی وي؛ خو د رسنیو کمیسیون ترډېره ځایه د جریمه کولو عوامل نه دی واضح کړی.

د افغانستان د خبریالانو د آزادې ټولنې رییس خپلواک صافي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"مهمه دا وه چې، د سرغړونو پرمهال باید دې کمیسیون رسنیو ته خبر ورکړی وای او که اوس هم سرغړونې په ګوته کوي باید مستند او مدلل اوسي، دا هرڅه باید له پخوا څخه روښانه وای."


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون د انتخاباتي مبارزو او د انتخاباتو د پروسې د څار په مقصد جوړ او شپږ میاشتې به دوام وکړي.

د دې کمیسیون هدف د انتخاباتو په ټوله پروسه کې د رسنیو د فعالیتونو څارنه ده.

دا کمیسیون په داسې حال کې یو شمېر کورنۍ رسنۍ جریمه کوي چې؛ څه موده مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ځینې رسنۍ تورنې کړې وې چې؛ د یوه ځانګړي کاندید په ګټه خپرونې کوي.

خو په افغانستان کې خصوصي رسنیو دا انتقادونه رد کړي او وایي چې، په خپلو خپرونو کې یې د ژورنالیزم اصول او د انتخاباتو د رسنیو د کمیسیون له خوا جوړې شوې لایحه په پام کې نیولې ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG