د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

فیفا: ولې د انتخاباتو کمیسیون په خپل مهالویش ژمن نه دی پاتې؟


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ خبرې د انتخاباتو د ځینو څارونکو ادارو غبرګون راپارولی دی.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید لومړني نتایج د ثور په څلورمه اعلان کړي وای.

فیفا د انتخاباتو ابتدایي نتایج له قسمي نتایجو نه ډېرمهم بولي او د انتخاباتو په کمیسیون انتقاد کوي، چې ولې خپل کاري تقسیم اوقات ته ژمن نه دي پاتې.

د انتخاباتو ځیني څارونکې ادارې وايي، د افغانستان د جمهوري ریاست ابتدايي نتایج باید په خپل وخت اعلان شوي وای.

دوي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د انتخاباتو د لومړنیو نتایج د اعلان په برخه کې هغه تقسیم اوقات ته ژمن وي چې له مخکې نه څرګند کړی.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې ویاند فهیم نعیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دا چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې لومړني نتایج د ثور له څلورمې وروسته اعلانوي ښيي چې خپل کار یې په وخت نه دی ترسره کړی.

نعیمي وویل، د انتخاباتو ابتدايي نتایج د قسمي نتایجو په مقایسه ډیر مهم دي:

″ټاکنیز تقسیم اوقات په اساس د ټاکنو کمیسیون د ثور په څلورمه ابتدايي نتایج اعلان کړي واي.

په دې برخه کې خو طبیعي ده چې د ټاکنو کمیسیون باید ټاکنیز تقسیم اوقات ته ژمن پاتې شي.

زه باید ووایم، چې د ټاکنو په قانون کې د قسمي نتایجو اصلا ذکر هم نشته.

ابتدايي نتایجو ارزښت ډېر دی د قانوني لحاظه د قسمي نتایجو په نسبت.

اوس چې دا کار ونه شو طبیعي ده چې پوښتنې، اعتراضونه او بحثونه را منځته کیږي.″


دا انتقادونه په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د انتخاباتو ابتدايي نتایج به د ثورپه څلورمه نه بلکې د دې میاشتې په شپږمه نیټه اعلان کړي.

ځیني کارپوهان بیا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې شویو درغلیو او لاسوهنو ته په پام وايي چې کیدای شي نتایج د همدې لپاره ځنډیدلې وي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وايي، دریم وار قسمي نتایج چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ اعلان شي او د یو لړ تخنیکي څیړنو بشپړول هغه دوه لاملونه دي چې د ابتدايي نتایجو اعلان یې له ځنډ سره مخامخ کړ.

د دې کمیسیون د ویاند مرستیالې حسینې شیرزاد ازادۍ راډیوته وویل، چې له دې پرته د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان د ځنډیدو بل علت نشته.

دې وویل، دریم وار قسمي نتایج خلکو ته د معلوماتو د رسیدو په خاطر اعلانیږي او ابتدايي نتایج به هم د تخنیکي څیړنو له بشپړیدو وروسته اعلان شي:

″دلایل یې تخنیکي چارې دي. نور هیڅ کوم دلیل نه لري او انتخاباتو کمیسیون که ځنډوي نتایج د دې لپاره دي چې چارې یې په سمه توګه وڅیړي او ټولو پایلو نتایجو سیسټم ته داخل شي او بعد له هغې نه نتایج اعلان کړي.

خو د قسمي نتایجو اعلان به موږ ژر تر ژره وکړو دا به خلکو ته حد اقل یوه نتیجه ولري او خلک به یو شی تر لاسه کړي تر دې چې ابتدايي نتایج نه اعلانیږي.″


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دې مخکې هم دوه وار د جمهوري ریاست قسمي نتایج اعلان کړي چې هر وار یې د جمهوري ریاست د ځینو کاندیدانو غبرګونونه راپارولي دي.

لومړی وار عبدرب رسول سیاف د قسمي نتایجو اعلان د قانون خلاف کار وباله او د خلکو په حق کې یې ستره جفا یاده کړه.

د انتخاباتود قسمي نتایجوله دویم ځل اعلان وروسته بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي په کمیسیون ددې لپاره انتقاد وکړ چې د پاکو او ناپاکو رایو له تفکیک پرته قسمي نتایج اعلانوي.

ځیني کارپوهان بیا د جمهوري ریاست د قسمي او ابتدايي نتایجو ځنډ ته په کتو وايي چې کیدای شي د انتخاباتو د وروستيونتایجواعلان هم له ټاکلې مودې یعنې د ثور له څلورویشتمې وځنډیږي.

خو د انتخاباتوخپلواک کمیسیون تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG