د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

تورچینوف د روسي پلوه یاغیانو پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې


د اکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف د اکراین په ختیځ کې د روسي پلوه یاغیانو پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې ده.

د ترورزم ضد عملیاتو غوښتنه په دې پیسې وشوه چې؛ په سیمه کې د ولسمشر د ګوند یو سیاسي مشر ووژل شو.

تورچینوف په یوه بیان کې وویل؛ د سې شنبې په ورځ د سلوفیانسک ښار ته څيرمه چې یاغیانو نیولی دی؛ دوه جسده چې سخت تشدد ورسره شوی دی؛ موندل شوې دي. په دې مړیو کې یو هم ولادیمیر ریباک دی چې؛ د متحد اوکراین ګوند غړی دی.

ولسمشر وویل چې. ریباک په وروستیو کې ترورستانو برمته کړی و. د اوکراین سرپرست ولسمشر زیاته کړه چې؛ دغه ډول جنایتونه د روسیې په مرسته کیږي.

ویچلیسلاف پونوماریوف چې ځان یې د سلوفیانسک ښاروال نومولی دی؛ روټیرز اژانس ته وویل چې؛ دوی د حملې دفع کېدو ته چمتو دي.

روسي پلوه یاغیانو د سلوفیانسک ښار او د اوکراین په خیتځ کې یو شمیر نور ښارګوټي نیولې دي او د جینوا تړون یې له پامه غورځولی دی.

تیره اونۍ په جینوا کې د اوکراین، روسیې، امریکا او اروپایي ټولنې استازیو موافقه وکړه چې؛ غیرقانوني وسله والې ډلې دي؛ خپلې وسلې وسپاري او له عامه تاسیساتو دې ووځي.

د اکراین امنیتي ځواکونو د اپریل په پنځلسمه هم د ترورستانو پرضد د عملیاتو اعلان کړی و؛ خو داسې ښکاري چې دا عملیات د دوی لپاره موثر نه و او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو بیا هم په هغو شاوخوا لسو ښارونو کې چې اکثریت یې په روسي ژبه خبرې کوي؛ خپل واک ټینګ وساته.

چارواکو تېره اونۍ د ایسټر په نوم د عیسویانو د مذهبي مراسمو په درناوي دغه عملیات ځنډولي و.
XS
SM
MD
LG