د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي نتیجو اعلان وځنډول شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدایي نتیجه دوې ورځې وځنډوله.

ټاکل شوې وه چې، د ثور په څلورمه بشپړه ابتدایي نتیجه اعلان شي. د دې ځنډ په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل چې؛ د شنبې په ورځ به ټولې ابتدایي نتیجې اعلان شي.

نور محمد نور زیاته کړه چې، د ابتدایي نتیجو د اعلان د ځنډیدو علت دا دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غواړي چې؛ د پنجشنبې په ورځ یوه بله برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړي.

تر اوسه د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه ځله قسمي نتیجې اعلان شوې دي؛ یو ځل د ۲۶ ولایتونو لس فیصده نتیجه اعلان شوه او تیره یکشنبې بیا د ټولو راییو نژدې پنځوس فیصده نوره اعلان شوه چې؛ د دې وروستۍ نتیجې له مخې د عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴ فیصده رایې خپلې؛ کړې دي او په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایې زیاتې دي چې ۳۳ اعشاریه ۲ فیصدو ته رسیږي.

د دې راییو له اعلان وروسته عبدالله عبدالله د هغو هرکلی وکړ او رسنیو ته یې وویل چې ده هم همداسې اټکل کاوه، خو اشرف غني احمدزي د دې نتیجو په اعلان پسې د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون تور پورې کړ چې؛ پاکې رایې یې له ناپاکو نه دې بیلې کړي.

د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډيو ته وویل چې؛ اعلان شوې رایې ښایي سالمې نه وي او دا د شکایتونو د کمیسیون صلاحیت دی چې؛ پاکې رایې له ناپاکو بیلې کړي.

ټاکل شوې ده چې، د غويي یا ثور په ۲۴ د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ رسمي نتیجې اعلان شي.
XS
SM
MD
LG