د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

وقاد: عربي امارات د بین الافغاني خبرو لپاره یو مناسب ځای دی


سره له دې چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو یو پخوانی چارواکي او د سولې د خبرو مرکچي ملا اغاجان معتصم نظر بند شوی و؛ د افغانستان د سولې عالي شورا متحده عربي امارات د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو مناسب ځای بولي.

د سولې د عالي شوار د ملا اغاجان معتصیم د خوشې کېدو هرکلی وکړ او هیله څرګندوي چې د سولې پیل شوې خبرې به عادي حالات ته راشي.

د دې شورا غړي قاضي امین وقاد وايي؛ د سولې عالي شورا همدا اوس د متحده عربي اماراتو او ملا اغاجان متعصم سره په دې اړه خبرې روانې دي.

ښاغلي وقاد د شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې؛ امارات سولې د بین الفغاني خبرو لپاره یو ښه ادرس دی.

"امارت زموږ لپاره یو ښه ادرس او یوښه بستر دی له سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پلوه، موږ د امارتو ستاینه کوو، له دوی څخه هیله کوو، د سولې عالي شورا او ملامعتصم ته دغه فرست برابر کړي؛ چې موږ د طالبانو د پخوانیو او اوسنیو لوړپوړیو چارواکو سره او ګټورو شخصیتونو سره ابتدایه غیر رسمي مذاکرات وکړو او وروسته رسمي مذاکراتو ته لاره هواره کړي؛ موږ په امارتو باندې دغه باور لرو چې؛ یاد هېواد دغه ډول ظرفیت لري."

د متحده عربي اماراتو پولیسو په داسې حال کې ملااغاجان متعصم نظر بند کړ چې؛ د سولې عالي شورا غوښتل د ده په مشرۍ له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا چارواکي وايي چې؛ د هغه ویزې څه ستونزه پیدا کړې وه.

د هغه له نظر بند کېدو سره سم د سولې عالي شورا په یوې اعلامیې کې وویل چې؛ په سیمه کې پټ او ښکاره لاسونه په بهر کې د سولې خبرو ته خنډونه رامنځ ته کوي؛ نو ښه به دا وي چې، بین الافغاني مذاکرات په هېواد کې دننه وشي.
که دې د سولې دې ډول پروګرامونو ته په افغانستان کې دننه زمینې برابرې شي؛ دا به ښه کار وي، ځکه ویزې او کارت ته اړتیا نه لري
کوهستاني
د دې شورا غړي قاضي امین وقاد هم ازادي راډیو ته وویل؛ که مخالفین وغواړي چې، په افغانستان کې دننه خبري وکړي؛ د استازیو امنیت به یې خوندي شي.

نوموړي وویل چې، ترکمنستان هم د سولې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی؛ خو د دې شورا چارواکي عربي متحده امارات ځکه غوره ګڼي چې؛ له پاکستان، طالبانو او له افغان حکومت سره نږدې او دوستانه اړیکې لري.

خو د سیاسي چارو ځینې کار پوهان وايي؛ دا چې په عربي متحده امارتو کې پاکستاني استخبارات فعال دي؛ کولای شي هر وخت په ډېره اساني سره بیا هم د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

جاوید کوهستاني ازادۍ راډیو ته وویل؛ ښه به دا وي چې، د نورو هېوادونو پرځای په افغانستان کې دننه د سولې خبرې ترسره شي:

"زما په باور په متحده عربي امارتو کې د پاکستان پخواني جنرالان او ای اس ای ډېر نفوذ لري؛ هر وخت کولای شي دغه پروسه له خند سره مخ کړي.

زما نظر دا دی، که دې د سولې دې ډول پروګرامونو ته په افغانستان کې دننه زمینې برابرې شي؛ دا به ښه کار وي، ځکه ویزې او کارت ته اړتیا نه لري او په اساني سره تګ راتګ کولای شي."


تراوسه معلومه نه ده چې د ملااغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو له یوې ډلې سره به د افغان دولت مذاکرات څه وخت نتیجه ورکړي؛ خو د ملا عمر په مشرۍ طالبانو ویلي چې؛ ملا اغاجان د دوی استازیتوب نه کوي.

اکثره کتوونکي فکر نه کوي چې، د سولې خبرې دې د اوسني حکومت ترپایه نتیجه ورکړي او وايي، له وسله والو مخالفینو سره روغه جوړه به به راتلونکې حکومت ته هم د یوه لوی چلنج په توګه پاتې شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG