د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د اوکراین په دونیڅک کې د یهودانو ضد پیغام پاڼې موندل شوي


د اوکراین په ختیځ ښار دونیڅک کې د یهودانو ضد پاڼو موندل کېدو دا ویره پيدا کړې چې؛ ښايي یهودان له خپلې خوښې پرته کړکیچ ته ور ټيل وهل کیږي.

دا چې په دونيڅک کې د یهودانو ضد پيغامونه چا خپاره کړي؛ نه ده څرګنده شوې. دا لیکونه تر شپاړس کلن لویو یهودانو خبرداری ورکوي چې؛ خپل نومونه ثبت کړي او د کییف د حکومت د ملاتړ په جرم له سیمې وتلو ته تیار شي او یا جریمه پرې کړي.

د داسې تهدیدونکو لیکونو خپریدل څرګندوي چې؛ د اوکراین یهودان د دې هېواد د راتلونکې پر سر په مبارزه کې، د سیاسي وسیلې په توګه کارول کیږي.

په دونیڅک کې د یهودانو ضد (Anti-Semitism) پيغامونه وروستی وار د اپریل په پينځلسمه موندل شوي او د اوکراین د یهودانو د خوندیتوب په اړه یې اندیښنې پيدا کړې دي.

هلته یو شمېر یهودانو ویلي چې؛ د تیرې سه شنبې په ماښام درېیو نارینه وو چې ماسکونه یې اغوستي وو؛ پرهغو یهودانو اخطار لیکونه وویشل چې؛ د پاس اوور (Passover) ځانګړي مراسم یې پرځاي کول.

په دونیڅک کې د یهودانو د ټولنې مشر یهودا کیلرمن نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا لیکونه د مسکو د پلویانو د ادعا پر اساس ټاکل شوي والي ټاپه کړي او له یهودانو غواړي چې ځانونه راجسټر کړي:

"دا لیکونه په اصل کې د ادعا شوې [دونڅيک د خلکو جمهوریت] چارواکو لاسلیک کړي وو. خو موږ نه پوهیږو چې په ريښتیا، دا لیکونه چا اچولي او جوړ کړي دي. هیڅ لوري تر اوسه د دې کار مسوولیت نه دی اخیستی او د بېلتون غوښتونکو رهبرانو هم ویلي چې؛ دا کار یې نه دی کړی."

لیکونه د "دنیس پوشیلین" په نوم چې په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو د مشرتابه ادعا کوي؛ لیکل شوي وو، خو پوشیلین ویلي چې، له دې مسالې سره هیڅ ارتباط نه لري.

د دې یوه کاپي پر اسرایلي ویب پاڼو هم خپره شوې ده.

یو شمېر کسان دا په سیمه کې د تحریکولو پلان شوی اقدام ګڼي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري د جمعې په ورځ په جنیوا کې وویل چې؛ دا پيښه د منلو او زغمولو وړ نه ده.
XS
SM
MD
LG