د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

افغاني طالبانو له پاکستاني طالبانو سره نښته وکړه


افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو په پکتیکا ولایت کې له هغو پاکستاني طالبانو سره نښته کړې چې غوښتل یې د رای ورکولو پر مرکزونو حمله وکړي.

د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې ویلي، نښته نن غرمه وروسته له هغه پیل شوه چې د پاکستاني طالبانو یوې ډلې غوښتل افغانستان ته د تروریستي عملیاتو په مقصد ننوځي، خو افغان طالبانو یې مخنیوی وکړ، په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ وسله واله نښته پیل شوه چې اوس هم روانه ده.

د ملي امنیت اداره وايي، په نښته کې یوشمېر پاکستاني طالبان وژل شوي او یوشمېر نور یې د ډیورنډ کرښې بلې خوا ته تښتېدلي دي.
XS
SM
MD
LG