د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۸

پاکستاني طالبان اوس د خلکو د تښتونې له لارې میلیونونه ډالر پیداکوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستی ګڼه کې د پاکستاني طالبانو د یوی نوی مالي سرچېني په اړه په یوه مطلب کې لیکي، چې پاکستاني طالبان او د هغوي متحدین په وروستیو کې د خلکو د تښتونې له لارې میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، چې د لیکوال په باور له دې سره بهرني مرستندویه پروګرامونه له خطر سره مخامخ شوي او په دې هېواد کې جهادي شبکې او جنایت کارې ډلې پیاوړي کیږي.

نیویارک ټایمز د پاکستان د امنیتي چارواکو په حواله لیکي، شتمن کارخانې لرونکې، متخصصین، لویدیځ مرستندویه کارکونکې او د پوځي چارواکو خپل خپلوان له تیرو دریو کلونو راهیسي په نښه شوي چې د تښتونې دغې لړۍ لویو ښارونو ته هم غزیدلی ده.

د ورځپاڼی په وینا د اکثرو یرغملو د دغه دردونکې سفروروستی منزل شمالی وزیرستان دی چېری چې د امریکا د سی ای ای بی پیلوټکو الوتکو د پاکستانی طالبانو پراهدافو حملو ته زورورکړی دی.

نیویارک ټایمز د یوه ځوان پنجابی سوداګرچې تیرکال هلته شپږ میاشتی د طالبانو په ولکه کې و دا خبری راخیستی چې وایی، دا د تیارو خونو، په پټه د سفرونو او سختو وهلو ټکولو یوه نه هیریدونکو تجربه وه چې برمته نیونکو په څه بی رحمی سره د هغه له لیری خپلوانو سره د پیسو د معاملی په اړه خبری کولی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG