راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

په کندهار کې د ایساف ځواکونو په هوايي برید کې ملکي خلک وژل شوي

وروستی بدلون 11 06 1389 01:40 PM
په کندهار کی د ایساف ځواکونو په یوه هوايي برید کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان شوي، پېښه تېره ورځ غرمه د ژيړۍ ولسوالۍ د وزيرو پر کلي د ايساف ځواکونو د هوايي برید له امله رامنځته شوی ده.

د ژړې ولسوال محمد کریم ولسمل پېښه تايدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه نا خبرې ښيي، خو د کندهار ميرويس روغتون ته دولس تنه ټپيان راوړل شوي.

د ټپيانو د کورنيو غړو ازادۍ راډيو ته وويل، چې په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او دولس تنه ټپيان شوي چې په مړو او ټپيانو کې يو شمېر ماشومان هم شامل دي .

د طالب اغا په نوم يوتن چې په پېښه کې يي يولس کلن زوی ټپي شوی وو ازادۍ راډيو ته وويل چې پېښه هغه مهال وشوه کله چې وسلوالو طالبانو د دوي د سيمې څخه د اکمالاتي کاروان پر موټرو بريد وکړ او وروسته ايساف د وسلوالو طالبانو د وژلو په هدف په سيمه کې بمبار کړی او ياده مرګه ژوبله يي رامنځ ته کړه:

(( دا کوچنيان سره يوځای شوي کرار طيارې بمبار پر کړی شپږ شهيدان دي، تر دغه ترمخ جنګ شوي پر کتار باندې جنګ شوی، جنګ چې خلاص شوی کوچنيان راختلي بمبار پرشوی.))

د کريم الله په نوم يو ٢٥ کلن ځوان چې په ياده پېښه کې ټپي شوي وو ازادۍ راډيو ته داسې وويل:

(( په کار باندې اخته وم د انګور کار مې کاوه، ماشومان هم راسره ناست ول ، ناببره وارې وو سر مې نه دی په خلاص شوی، څوک يي ټپيان کړه څوک يي شهيدان کړه))

د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا په یوه تلویزوني وینا کې چې د کندهار ملي رادیو تلویزیون له خوا خپره شوه د پېښې د پخلي ترڅنګ ياده پېښه په کلکو ټکو وغندله او ویي ویل چې د ايساف سرتېرو دا کار په هيڅ ډول د زغملو وړ نه دي.

د ښاغلي ویسا په وینا چې د پېښې ټپيان دا مهال په ميرويس روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دي.

همدارنګه ویسا زیاته کړه چې د پېښې په اړه باید پلټنې وشي، ايساف د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

راپور : محمدصادق رښتينى
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس