راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

وردک: د هېواد په ښوونځیو کې د څښاک د پاکو اوبو پروژې پیلوو

ښاغلی وردک وايي،تردوه زره پنځه لسم کال پورې ژمنه کوو، چې د هېواد ټول ښوونځي د څښاک پاکې اوبه ولري
وروستی بدلون 10 06 1389 11:04 PM

د افغانستان د پوهنې وزارت، د یوشمېر نورو دولتي ارګانونو او یونیسف د ادارې په مرسته، غواړي چې ښوونځیو ته د څښلو د پاکو اوبو پروژه پیل کړي.

سره له دې چې د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې له روغتیایي وضیعیت څخه شکایتونه کیږي، د پوهنې وزارت د هیواد د مرکز او ولایتونو ښوونځیو ته د څښاک د پاکو اوبو او روغتیایي تعلیماتو د برابرولو یوه پروژه ترتیب کړې ده.

یاده پروژه به د پوهنې، عامې روغتیا او د کلیو د پراختیا د وزارتونو له خوا د یونسیف د ادارې ترڅآرنې لاندې په ګډه سره پرمخ ولاړه شي.

د دې پروژې اسناد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د درې واړو وزارتونو وزیرانو یوبل ته وسپارل.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک د پروژې د پلي کېدو په هکله وویل:

"تردوه زره پنځه لسم کال پورې ژمنه کوو، چې د هېواد ټول ښوونځي د څښاک پاکې اوبه ولري او روغتیایي تعلیمات په کې پلي شي، دا یوه حیاتي پروژه ده او هیله ده نړیواله ټولنه په دې لاره کې موږ یوازې پرې نه ږدي."

په کابل کې د یونسف ادارې له دې پروژې سره تراوسه اتلس میلیونه ډالره مرسته کړې ده خو چارواکي وایي، چې د دې پروژې بشپړ پلي کېدل، شاوخوا څلور پنځوس میلیونو ډالروته ضرورت لري.

چارواکو هیله وښوده، چې نړیواله ټولنه به د پروژې په پلي کېدو له دوی سره مرسته وکړي.

دعامې روغتیادوزارت سرپرستې ډاکتر ثریا دلیل، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د ډول ډول ناروغیو لامل وباله او ویې ویل:

"په افغانستان کې په هریوه ساعت کې دوه ویشت هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځه کالو څخه کم وي مري، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي تعلیمات کولی شي، د دې مړینې سطح پنځه شپیته فیصده راټیټه کړ."

په کابل کې د یونیسف د ادارې استازی پیټرکرولي وویل، د ترتیب شوي پروژې پلی کیدل د ماشومانو او په تیره د نجونو د روغتیا ضمانت کوي.

ده هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له دې پروژې سره دې مرستې وکړي.

د پوهنې د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال کابو اوه میلیونه هلکان او نجونې په شاوخوا دیارلس زره ښوونځیو کې زده کړې کوي خو اکثره ښوونځي د څښاک پاکې اوبه نه لري.

دوی هیله مند دی، چې د دې پروژې پلي کېدل به شته ستونزه ترډېره ځایه اواره کړي.

راپور: خان محمد(سیند)
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس