کاندیدان: له لیست څخه زموږ د نومونو توږول غیر عادلانه دی
دغو کاندیدانو د یو پریکړه لیک په صادرولو له اړوندو ارګانونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ټاکنو د پروسې نیمګړتیاوې له منځه یوسي. وروستی بدلون 10 06 1389 08:39 PM
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته په لسګونو هغو کاندیدانو، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یې نومونه د کاندیدانو له وروستي لست څخه ویستلي دي، له دغې کمیسیون غوښتي چې په خپلې پریکړې له سره غور وکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې راتونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو له وروستي لست څخه حذف شويو یو شمیر کاندیدانو په کابل کې د یوه پریکړه لیک په صادرلو سره د دوی په حق کې شوې پریکړه غیر عادلانه وبلله.
په پریکړه لیک کې له وروستي لیست څخه د یو شمیر کاندیدانو د نومونو د لرې کولو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون دلایل کمزوي ګڼل شوي.
په پریکړه لیک کې چې د عباس په نوم یوه کاندید لوسته په لست کې د دغو نومونو د بیرته شاملو غوښتنه شوې او همداراز له اړوندو ارګانونو او ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د انتخاباتو د پروسې د روانو نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي:
"د کابل ولایت د خپلواکو کاندیدانو ټولنه د انتخاباتي کمپاینونو په بهیر کې د عدالت د تر پښو لاندې کولو په اړه خپل شدید اعتراضونه اعلانوي او د انتخاباتو له کمیسیون، د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون، د قانون له تطبیق کوونکو ادارو او د یوناما دفتر له مربوطه ادارو څخه غواړي د تیرو انتخاباتو له تجربو نه په ګټه اخیستلو سره د انتخاباتو د نیمګړتیا د لرې کولو لپاره اقدامات وکړي که نه نو د دغو انتخاباتو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي."
د افغاسنتان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تراوسه پورې د شاوخوا شپږ اویاو کاندیدانو نومونه د ولسي جرګې انتخاباتو ته له وروستي لیست څخه لري کړي دي.
اکثره له دوی څخه هغه کسان دي، چې کمیسیون وايي خپلو دولتي دندو ته یې ادامه ورکړې وه.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، چې کاندیدانو ته پخوا ورکړل شوی و، چې له قانون سره سم دې خپلې دولتي دندې پریږدي، خو یو شمیر کسانو دا کار ونه کړ.
د دې کمیسیون یوه غړي احمد ضیا رفعت د سې شنبې په ورځ له وروستي لیست څخه د څوارلسو کاندیدانو د نومونو د لرې کولو د اعلان په مهال وویل:
"موږ له ټولو دولتي ادارو او خلکو غواړو چې که چیرې د هغو کاندیدانو په اړه چې له خپلو دولتي دندو یې په خپله موقع استعفا نه وي کړي، زموږ د کمیسیون مرکزي او ولایتي دفترونو ته معلومات ورکړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د دایریدو تر ورځې پورې دا صلاحیت لري چې د هغه کاندید یا کاندیدانو نومونه له وروستي لیست څخه لري کړي، چې له دولتی دندو یې استعفاوې نه وي کړي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته، چې ټاکل شوې د وږې د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه وشي، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له دوه نیم زرو نه ډیرو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي، د انتخاباتواو هغو ته د کمپاینونو له اصولو څخه د کاندیدانو د سرغړونو په اړه به د دوی څیړنې دوام وکړي او ښايي نو داسې کسان هم وموندل شي چې نومونه یې باید د کاندیدانو له لست څخه لرې شي.