راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

افضلي: معلولینو ته د حرفوي زده کړو نوي پروګرام پیلوو

د میرمني افضلي په وینا په دې اړه له دارالفنونه موسسې سره یو تړون لاسلیک شو.
وروستی بدلون 10 06 1389 07:39 PM

د افغانستان د کار، ټولنیږو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د سلګونو افغان معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د اسانتیا د برابرولو په برخه کې د دارالفنون او مرستې رسولو له موسسې سره یوه نوی تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د کار، تولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د سلګونو افغان معلولو لپاره د حرفوي زده کړو د اسانتیا د برابرولو خبره کوي.

د دغه پروژې تفاهم لیک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د نوموي وزارت د چارواکو او د دارالفنون او مرستې رسولو د موسسې د مسوولینو تر منځ لاسلیک شو.

د کار، ټولنیږو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزیرې امنې افضلي د دغه تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال د دغې پروژې پر اهمیت رڼا واچوله او ویې ویل:

"د دغه تفاهم لیک له لاسلیکولو څخه هدف دا دی، چې د افغان معلولو لپاره د حرفوي زده کړو اسانتیا برابره شي، دغه پروژه د کار اوټولنیږو چارو د وزارت له خوا ده چې پلې کوونکې یې د دارالفنون او مرستې رسولو موسسه ده ، په ده پروژه ۳۳۰ کسه معلولین کولای شي، چې په بیلابیلو برخو کې زده کړې وکړي، چې د پروژې بودیجه هم د دغه وزارت له خوا ورکول کیږي."

دغه پروژه به شبږ میاشتې دوام وکړي او زده کوونکو معلولینو ته به د بایسکیل، موبایل، راډیو او تلویږیون د ترمیم او ګنډنې یا خیاطۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

خو افغان معلولین دغه پروژې د دوی د ژوند د ښه کولو په برخه کې موثرې نه بولي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي معلول عبدالقدیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په لکونه کسان دغه مسلک مخته وړي، دا د معلولینو لپاره ګټه نه کوي، د دوی دا پروژه بریالی نه ده، دوی د لکه د لبنیاتو یا عسلو داسې فابریکې جوړې کړي چې په کې معلولینو ته تنخوا ورکړل شي."

په افغانستان کې له تیرو څو لسیږو جګړو راهیسې ګڼ شمیر افغانو د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي دي.

د راپورونو له مخې نن سبا د افغانانو په سلو کې ۲،۷ کسه معلولین جوړوي چې په سلوکې نوي یې د بیکارۍ له امله ځوریږي.

په داسې حال کې چې افغان دولت معلولینو ته د حرفوي زده کړو او کار موندنې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو خبره کوي خو افغان معلولین شکایت لري چې چارواکو دوی له پامه غورځولي او لازمه توجه ورته نه کیږي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس